کابل (پژواک، ٣٠ غويى ٩٦): ناټو او متحدينو يې يو ځل بيا له افغانستان سره د اوږودمهاله همکاريو ژمنه وکړه.
په کابل کې د ناټو له ملکي دفتره د غويي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته په رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه سازمان او متحدينو پوځي مشرانو او جنرالانو پرون د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې ګډه غونډه وکړه.
سرچينې زياته کړې، د افغانستان ولسمشر اشرف غني، په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال جان نيکولسن، د ناټو ملکي استازي ضميرمان د ويډيو کنفرانس له لارې په دې غونډه کې ګډون وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، په غونډه کې د افغانستان وروستي امنيتي حالات او د ناټو د روزنې ماموريت و ارزول شول.
د سرچينې په وينا، د غونډې ګډونوالو په تېرو دوو کلونو کې چې افغان ځواکونو بشپړ امنيتي مسووليت پر غاړه اخيستى، د فعاليتونو ستاينه يې وکړه.
د يادې غونډې ګډونوالو د افغان ملي امنيتي دفاعي ځواکونو پر دوامدارې همکارۍ، روزنې او مشورې ټينګار وکړ.
ناټو او متحدينو يې په ياده غونډه کې هغه ژمنې يو ځل بيا تکرار کړې چې تېر کال د وارسا په سرمشريزه غونډه کې يې له افغانستان سره د اوږدمهاله همکاريو لپاره کړې وې.
د يادې غونډې ګډونوالو د افغان حکومت له خوا د اصلاحاتو د روان بهير ستاينه وکړه او دا يې د افغانستان د ثبات لپاره مهم وباله.
login or register a new account.