غزني ښار (پژواک، ٣٠ غويی ٩٦): په غزني کې د يو شمېر نيمه کاره پروژو چارې بېرته پيل شوې او د ځينو نورو پروژو د پلې کېدو ژمنې شوې دي.
د ښار جوړونې وزير سيد سادات نادري، د لوړو زده کړې وزيرې فريدې مهمند او د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي نن د غويي٣٠مه غزني ولايت ته سفر کړى و او بيا په يوه خبري غونډه کې هم را ښکاره شول.
په دې غونډه کې نادري وويل چې د اسلامي ثقافت د مرکز، د حکيم سنايي د مزار، د ښځينه باغ درېيم فاز او د غزني د هوايي ډګر ترمينل پروژو نيمه کارې چارې نن بېرته پيل شي.
ده وويل چې په نږدې راتلونکي کې به په دغه ولايت کې د يوه ساينسي مرکز، صنعتي پارک، د ښوونکو لپاره ښارګوټي، قره باغ ولسوالۍ لپاره ودانۍ او د يو جامع جومات د جوړولو چارې به هم پيل شي.
هغه د يادو پروژو د لګښت په اړه معلومات ور نه کړل.
نادري دا هم وويل چې د غزني ولايت پراختيايي نقشه يو ايټالوي پوهنتون ډيزاين کړې چې له مخې به يې ډېر ژر د غزني پر ماسټر پلان هم کار پيل شي.
دغه راز په دې غونډه کې فريدې مهمند وويل چې د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې، د غزني د ثقافت مرکز د لوړو زده کړو وزارت ته ورکړل شوى چې ځانګړې پاملرنه به ورته شي.
هغې دا هم وويل چې د يو منظم پلان له مخې به غزني کې هم د نورو ولايتونو په څېر د پوهنځيو شمېر ډېر شي.
دې وويل چې د غزني په ګډون په ټول هېواد کې یې د زده کړو د ښه کيفيت په موخه د خصوصي پوهنتونونو سروې پيل کړې ده.
دغه راز د نشه يې توکو پر وړاندې د مبازرې وزيرې سلامت عظيمي وويل چې له نورو وزارتونو سره په همکارۍ په دغه ولايت کې لس پروژې پلې کوي.
هغې وويل چې د غزني په اب بند، اجرستان او ناوه ولسوالۍ کې کوکنار کرل شوي چې پر وړاندې بايد مبارزه وشي.
عظيمي وړانديز وکړ چې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې ورځ دې، د افغانستان په تقويم کې هم ځاى پر ځاى شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن