Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په هېواد کې د تاريخ تېرو توکو کارونې اندېښنې را ټوکولې دي

کابل(پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٦): افغانستان د يوه مصرف کوونکي هېواد په توګه خپل د اړتيا ډېر توکي له بهره واردوي، خو ليدل کېږي چې د تاريخ تېرو او بې کيفيته توکو پر کشف سربېره هم خلک تاريخ تېرو توکو ته چندان پاملرنه نه کوي.

د توکو د مصرف نېټه چې د پېرونکو د معلوماتو لپاره پر توکو لګول کېږي، په حقيقت کې دا معنى ورکوي چې پېرونکي بايد د استعمال مودې ته پاملرنه وکړي چې د توليدونکي د ادعا له مخې تر کومه وخته تازه او د کارونې وړ دي.

که څه هم د توکو تاريخ تېرېدل د توکو د فاسدېدو او خرابۍ معنى لري، خو د کارخونو له لوري بايد له درج شوي تاريخ سره سم ولګول شي.

د احصايې مرکزې ادارې خپل کلنۍ راپور د روانې مياشتې په ١٩ نېټه خپور کړ او اعلان يې وکړ چې افغانستان په ١٣٩٥ کال کې شاوخوا شپږ نيم ميليارد ډالر واردات لرل چې ډېر يې له ايران او پاکستان نه دي.

ويل کېږي چې د وارداتو زياته برخه کې خوراکي توکي، سينګار توکي او د وينځلو شيان دي چې د نېټې درج يې الزامي ګڼل کېږي.

د تاريخ تېرو او بې کيفيته توکو د وارداتو پراختيا

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په هېواد کې په زياته اندازه تاريخ تېري او بې کيفيته مواد وړاندې کېږي او وزارت په دې اړه جدي اندېښنه لري .

د ياد شوي وزارت د محيطي روغتيا ادارې مشر ډاکټر کنشکا ترکستاني وويل چې هر کال سلګونه ټنه تاريخ تېري او بې کيفيته توکي په هېواد کې کشف او له منځه وړل کېږي، خو نوموړي وويل چې د مخنيوي او ټولولو لپاره يې د وزارت هڅې د پخوا په څېر دوام لري.

هغه پرته له دې چې په دې اړه نور جزييات ورکړي او اصلي سرچينه يې څرګنده کړي، وويل چې اوسمهال تاريخ تېري توکي له ګمرکونو نه واردېږي، بلکې د قاچاق په ډول هېواد ته لېږدول کېږي.

د عامې روغتيا وزارت وياند په دې اړه چې د کورنيو کارخونو څومره مصرفي مواد په معياري ډول او د لګښت اصلي نېټې سره عرضه کېږي؟ معلومات وړاندې نه کړل.

 خو د سوداګرۍ او صنايعو خونې وياند صيام الدين پسرلي وويل چې د فساد دشتون له امله ګڼ توکي پرته له دې چې د مصرف نېټې او کيفيت ته يې پام وشي، د هېواد له پولو او حتى له رسمي ګمرکونو هېواد ته واردېږي او بازار ته ځي.

هغه زياته کړه:(( د هېواد پولې خوندي نه دي، فساد او قاچاق په کې دى، حکومت يې هم په پېژندلو کې پاتى راغلى، دا ټول ددې لامل شوي چې تاريخ تېري توکي هېواد ته وارد شي.))

د سوداګرۍ او صنايعو خونې د وياند په خبره، د ستونزې يوه برخه په هېواد کې د خوراکي او طبي توکو د ساتنې نېټې په غځېدو پورې اړه لري، خو بيايې هم ګڼ هټۍ وال پلوري.

پسرلي څرګنده کړه چې کيفيت ته له پاملرنې پرته د وارداتي توکو قاچاق د هېواد اقتصاد او د خلکو روغتيا ته سخت زيان اړوي، مسوول چارواکي په ځانګړي ډول ماليې وزارت، سوداګرۍ او صنايعو وزارت بايد دغه ټولې مسئلې په جدي ډول حل کړي.

پژواک له هڅو سربېره هم بريالى نه شو چې د مالي وزارت د ګمرکونو برخې د مسوول او يا هم د سوداګرۍاو صنايعو وزارت نظر تر لاسه کړي.

خلک ددغې موضوع پر اهميت څومره پوهېږي؟

تر اوسه پورې د يادې موضوع په اړه د پوهاوي په برخه کې د اړوندو ارګانونو له لوري څرګندې شمېرې نه دي وړاندې شوې، خو د يو شمېر هغو کسانو د مرکو پر بنسټ چې د کابل بېلابېلو سيمو کې ژوند کوي، څرګندوي چې په دې برخه کې د ناپوهاوي کچه لوړه ده.

د نرګس ميرزايي په نوم افغان کډواله نجلۍ چې ډېرعمر يې په ايران کې تېر کړى او اوس د کابل په دارالامان سيمه کې ژوند کوي، وايي چې په هېواد کې د تاريخ تېرو خوراکي توکو پلور يوه جدي مسئله ده چې بايد پاملرنه ورته وشي.

هغې وويل:((په ايران کې يې تاريخ تېرو توکو ته پاملرنه کوله او که به يې وخت تېر شوى و، له منځه يې وړل، خو  درې کاله وړاندې افغانستان ته راغلم، دې موضوع ته مې پاملرنه نه کوله، تر  دې چې يوه ورځ مې د لمر ضد کريم واخيستل، وجود مې ورسره حساسيت پيدا کړ، ورته پام مې شو چې تاريخ تېري دي.))

د نرګس په خبره ګڼ شمېر کسان دې ټکي ته پام نه کوي.

د کابل ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکې ٣٤ کلنې سهيلا وويل چې خپله هم هر وخت د کورنۍ د اړتيا وړ توکي پېري، خو هېڅکله يې هم د لګښت نېټې ته پام نه دى کړى، ځکه چې نا لوستې ده او نه شي کولى چې نېټه يې تشخيص کړي، يوازې پر هټۍ والو د اعتماد له مخې د کورنۍ د اړتيا وړ خوراکي توکي پېري.

 خو سهیلا زياته کړه چې تل اعتماد کول پايله نه لري، ځينې هټۍ وال په پېرونکو تاريخ تېري توکي پلوري، يو ځل يې دې ته هم سهار مهال همداسې ملايي ورکړې وه، خو په کور کې يې پام شو چې تاريخ تېرې او فاسده شوې ده.

خو د کابل ښار پنځمې ناحيې د خوشحال خان مينې اوسېدنکي پرديس نصيري پژواک ته وويل چې د خوراکي توکو د پېرلو پرمهال د توکو د لګښت انقضا نېټې ته ګوري او دا موضوع يې د کورنۍ غړي هم رعايتوي.

هغه وويل:((هېڅ شى له انسان نه لوړ ارزښت نه لري، تل هټۍ والو ته سپارښتنه کوم چې د خوراکي توکو د پلور پرمهال دې د هغو د لګښت نېټې ته پام وکړي، څو خلکو ته روغتيايي ستونزې پيدا نه شي.))

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.