Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“د جګړې د قربانیانو له کورنیو سره مرستې د خلکو او دولت تر منځ واټن کموي”

ښرنه (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٦): په پکتيا کې دولتي چارواکي وايي، که د وژل شوو کسانو له کورنيو سره مرستې وشي نو د ملت او دولت تر منځ واټن به ډېر را کم شي.

دغه څرګندونې د پکتيکا والي او د ولايتي شورا غړو په هغې غونډه کې وکړې چې د اجرائيه رياست له لوري د پکتیکا د جاني خېلو ولسوالۍ د يوې پېښې له قربانيانو سره د مرستې په موخه جوړه شوې وه.

شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې په جاني خېلو ولسوالۍ کې د موټرسايکل بم چاودنه وشوه چې په ترڅ کې یې درې عام وګړي ووژل شول او ٢١ نور ټپيان شول چې نن (د غويي دويمه) ورسره نغدي مرستې وشوې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د پکتيکا والي الياس وحدت وويل که حکومت پر وخت په پېښو کې د وژل شوو کسانو د کورنيو لاس نيوی وکړي، نو د ولس او دولت تر منځ شته واټن به کم شي.

هغه زياته کړه: ((کله چې د ولس او دولت تر منځ فاصلې کمې شي نو په هېواد کې روانې ستونزې په خپله کمېږي.))

دغه راز د ولايتي شورا غړي فضل الرحمن کټوازي وويل چې وسله وال مخالفين د افغان امنيتي ځواکونو تر څنګ په خپلو بريدونو کې عام وګړي هم په نښه کوي.

هغه خوښي وښوده چې حکومت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د يوې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره مرستې وکړې.

ده زياته کړه: ((حکومت بايد له قربانيانو سره دوامداره مرستې وکړي، دغه ډول کړنې په هېواد کې د ستونزو په کموالي کې مرسته کوي.))

په دې غونډه کې د پکتيکا د شهيدانو او معلولينو چارو رييس غلام الرحمن همدرد وويل چې په دغه ولايت کې د بېلابېلو پېښو د ٢٥٠٠ قربانيانو له کورنيو سره تر اوسه مرستې نه دې شوې.

ده ټينګار وکړ چې په يو مناسب وخت کې دې د يادو قربانيانو له کورنيو سره هم مرستې وشي.

د جاني خېلو ولسوالۍ د پېښې يوه قرباني ګل محمد پژواک ته وويل: ((زه په دې پېښه کې زخمي شوم، د کار کولو نه وم اوس چې حکومت را سره مرسته وکړه نو زه ډېر خوشحاله يم.))

ګل محمد د جګړې له ښکېلو لورو غوښتنه وکړه چې د جګړې پر مهال د ملکي خلکو ژوند ته اړينه پاملرنه وکړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.