کابل (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٦): د برېټانيا په مانچستر ښار کې د يوې چاودنې له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه چاودنه تېره شپه د مانچستر ښار په يوه لوى سالون کې هغه مهال شوې چې يوې امريکايۍ سندر غاړې اريانا ګرينډ کنسرت درلود.
برېټانوي رسنيو ويلي چې چاودنه د سالون په يوه بهرنۍ برخه کې شوې چې له امله يې ١٩ کسان وژل شوي او ٥٩ نور ټپيان دي.
عيني شاهدانو زياته کړې چې چاودنه ډېره زوروره وه او ورسره هم په کنسرت کې ګډوډي رامنځته شوې او يو شمېر کسان د نورو تر پښو لاندې شوي دي.
د برېټانيا لومړۍ وزيره تيريیزامي دا ترهګريزه پېښه بللې او پر کلکو ټکو یې غندلې ده.
دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې راتلونکې مياشت ټاکنې ترسره کېږي او سياسي ګوندونه ټاکنيز کمپاينونه ترسره کوي.
login or register a new account.