ژبه

ملګري ملتونه: د جګړې ښکېلې غاړې دې په روژه کې اوربند وکړي

توسط جاويد هميم کاکړ

مې 25, 2017 - 4:09 pm

Views: 38

کابل (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٦): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي افغانانو ته د روژې مبارکۍ ورکولو تر څنګ د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې د روژې  په مناسبت دې جګړه ودروي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر (يوناما) له خوا د غبرګولي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې د يوناما د مشر تاداميچي ياماموتو له خولې راغلي: ((په داسې حال کې چې د روژې مبارکه مياشت پيلېږي، د ملګرو ملتونو په استازیتوب غواړم خپلې نيکې پيرزوينې په هېواد او بهر کې ټولو افغانانو ته وړاندې کړم.))

هغه زياته کړه چې راتلونکې څو اوونۍ به د افغانانو لپاره د عبادت، تفکر او پر هغو کسانو د شفقت ځانګړی وخت وي چې په هېواد کې د اوږودمهاله جګړې له امله زيانمن شوي دي.

دى وايي: ((زه هيله من يم چې د روژې میاشت به د افغانستان د خلکو لپاره داسې يو فرصت برابر کړي چې له يو بل سره نږدې شي او په سوله ييزه توګه واټنونه لرې کړي.))

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د جګړې پر ټولو ښکېلو غاړو غږ کړى چې دې ديني مسووليت ته درناوی وکړي او جګړه ودروي.

هغه زياته کړې، ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو سره سولې، ثبات او هوساينې ته د رسېدو په لاره کې خپلې ملګرتیا ته دوام ورکوي.

login or register a new account.