کابل(پژواک،۵غبرګولى۹۶): ملي دفاع وزارت وايي چې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ٤٣ وسله وال مخالفين وژل شوي ، ١٨ټپيان او دوه تنه نور نيول شوي دي.
د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل چې دا عمليات په تېرو ٢٤ساعتونو کې تر سره شوي، چې په وژل شو وسله والو کې د هغوى درې تنه قوماندانان هم شامل دي.
د سرچينې په وينا چې ياد عمليات په ننګرهار، لغمان،کاپيسا، پکتيا، پکتيکا، خوست، غزني، کندهار، اروزګان، بادغيس، هرات، فراه، کندوز، فارياب، بغلان، بدخشان او هلمند ولايتونو کې تر سره شوي دي.
دغه وزارت زياته کړې چې د هوايي بريد پرمهال په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو يوه قرارګاه هم له منځه وړل شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن