ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان ويسټ انډيز ته په يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې ستره ماتې ورکړه

افغانستان ويسټ انډيز ته په يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې ستره ماتې ورکړه

author avatar
10 Jun 2017 - 08:53
افغانستان ويسټ انډيز ته په يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې ستره ماتې ورکړه
author avatar
10 Jun 2017 - 08:53

کابل (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٦) : افغانستان د کرکټ په يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې د شل اووريزو لوبو اتل هېواد ويسټ انډيز ته ستره ماتې ورکړه.

دافغانستان د کرکټ ملي لوبډله له ويسټ انډيز سره ددرېيو شل اووريزو او درېيو يو ورځنيو نړيوالو لوبو ترسره کولو په موخه دا مهال په دغه هېواد کې ده.

ويسټ انډيز د شل اووريزو لوبو لړۍ درې پر صفر ګټلې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريدهوتک د غبرګولي په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ملي لوبـډلې ويسټ انډيز ته په لومړۍ يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې ستره ماتې ورکړه.

هغه زياته کړه، افغان لوبـډلې پچه وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، ملي لوبـډلې د جاوېد احمدي د ٨١ منډو په مرسته په ٥٠ اوورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو سره ٢١٢ منډې جوړې کړې او ويسټ انډيز ته يې د ٢١٣ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري دغه راز  ګلبدين نايب ٤١، محمد نبي ٢٧، سميع الله شينوارى ٢٢، رحمت شاه ١٧ ، نور علي ځدراڼ ٥ او لوبډلمشر اصغر ستانکزي ٢ منډې جوړې کړې.

د ويسټ انډيز لوبـډلې ياد هدف ترلاسه نه شواى کړاى او ټوله لوبډله يې  په پنځه څلوېښتم اوور کې په ١٤٩ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ٦٣ منډو په توپير سره وګټله.

د ويسټ انډيز لوبغاړو د راشد خان د جادويي توپ اچونې مقابله ونه شواى کړاى او راشد خان وکولى شول چې د ويسټ انډيز اووه پياوړي لوبغاړي وسوځوي.

دغه راز دولت ځدراڼ دوه او ګلبدين نايب يو لوبغاړى وسوځول. راشد خان ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دغه بريا په داسې حال کې ترلاسه کړه او هېوادوالو ته يې خوښي ورپه برخه کړه چې نن په ټول هېواد کې د وروستيو نا امنيو له امله د ملي ماتم ورځ نمانځل کيږي.

د کرکټ د چارو کارپوه رحيم ګل څاروان وايي، کرکټ د افغانستان يواځينۍ لوبه ده چې تل يې هېوادوالو ته خوښي ورپه برخه کړې او ملي يووالى يې رامنځته کړى دى.

په ټولنيزو شبکو، ملي او نړيوالو رسنيو کې هم د افغانستان ددې سترې بريا ستاينې شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.