ژبه

ميدان وردګو کې درې ماشومان وژل شوي

توسط جاويد هميم کاکړ

جون 15, 2017 - 9:19 am

Views: 47

کابل (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٦): په ميدان وردګو ولايت کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې درې ماشومان وژل شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل د غبرګولي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس وويل چې وسله والو طالبانو پرون مازديګر د سيد اباد ولسوالۍ د شيخ اباد سيمې په زينخېلو سيمه کې د ملي اردو پر پوستې بريد وکړ.

هغه زياته کړه چې  د د دواړو لورو تر منځ د نښتې پر مهال د هاوان يوه مرمۍ د ملکي وګړو پر يوه کور لګېدلې چې له امله يې درې ماشومان (يو هلک او دوه نجونې) وژل شوي او يوه مېرمن ټپي شوې ده.

د والي وياند پر دې پېښې خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چې د والي ځنډي ګل زماني له خوا د يادې پېښې د څېړلو په موخه يو پلاوى ټاکل شوى دى.

منګل وايي چې د سيداباد ولسوالۍ د پېښې د قربانيانو کورنۍ او ځيني قومي مشران نن د ولايت په مقام کې له والي سره د يادې پېښې په اړه ګوري.

د سميع الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو پر پوستې تر بريد وروسته له سيمې وتښتېدل.

د هغه په وينا، د ملي اردو ځواکونو د ځوابي ډزو پر مهال د هغوى د هاوان يوه مرمۍ د غلام حضرت په نامه د سيمې د يوه اوسېدونکي پر کور ولګېده.

دى وايي چې په دې پېښه کې د غلام حضرت درې ماشومان چې عمرونه د ٦ او ١٣ کلونو تر منځ وو، وژل شوي دي.

هغه وايي چې دوه کاله وړاندې د غلام حضرت ورور جلات خان هم چې يو بزګر و؛ له بازار څخه کور ته په لاره د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ په جګړه کې ګير او ووژل شو.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، څو ورځې مخکې د دغه ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې هم د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په جګړه کې يو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

login or register a new account.