Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

موټر بم چاودنې لښکرګاه کې ٩٠ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

دويم تعقيب- لښکرګاه (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٦): د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې د کابلبانک څانګې مخې ته د موټر بم چاودنې ٣٠ تنه ووژل او ۶۰ نور يې ټپيان کړل.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ځانمرګى بريد نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې د کرولا موټر په مټ د کابلبانک څانګې مخې ته، په داسې حال تر سره شوى چې هلته ګڼ شمېر ملکي او پوځي کسان د تنخوا اخيستو لپاره په ليکو کې ولاړ وو.

د هغه په وينا، په بريد کې ٣٠ تنه وژل شوي او ٦٠ نور ټپيان دي.

ځواک د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې په وژل شويو او ټپيانو کې د ملي اردو او ملي پوليسو منسوبين او عام وګړي شامل دي.

خو هغه په ډاګه کړې چې د څلورمې سرحدي لوا  مطبوعاتي مسوول اظهار خان په وژل شويو کسان کې دى.

د پېښې يو عيني شاهد لومړی څارمن ګل احمد تنها چې د تنخوا اخيستو په موخه کابلبانک ته ورغلى و، وايي چې چادونه ډېره زوروره وه او ده د چادونې په ځای کې لسګونه مړي او ټپيان ليدلي دي.

د دې بريد مسووليت وسله والو طالبانو منلى دى. د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په دې پېښه کې لسګونو عسکرو ته د مرګ ژوبلې اړولو او د څو ټانکونو او رينجرو د ويجاړېدو ادعا کړې ده.

ولسمشر اشرف غني بيا دغه بريد په بريد په کلکو ټکو غندلى دى.

له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپانه کې راغلي، تروریستي ډلې آن د روژې په مبارکه میاشت کې چې د عبادت او بښنې میاشت ده د خلکو له وژلو لاس نه اخلي، په خوست، کابل، هرات او دا ځل یې د هلمند په ولایت کې د خونړیو تروریستي بریدونو په ترسره کولو سره یو ځل بیا ثابته کړه چې دوی هېڅ دین او آیین ته پابند نه دي او د انسانیت دښمنان دي.

ولسمشر غني دغه برید په کلکو ټکو غندلى او ويلي، تروریستانو یو ځل بیا د نېکمرغه کوچني اختر په درشل کې زموږ هېوادوال د ویر په ټغر کېنول. 

نوموړي‌ د هلمند ولایت مسولینو ته لارښوونه کړې چې د ټپیانو د درملنې په خاطر له خپلو ټولو امکاناتو ګټه واخلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.