کابل (پژواک، ٧ چنګاښ ٩٦): د افغانستان حکومت وايي، افغانستان ته د امریکا د لوی درستیز سفر د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او روزنې په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو دوامدار تعهد ښیي.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى، چې له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
د امریکا لوی درستیز دوه ورځې وړاندې په ناڅاپي سفر افغانستان ته را ورسېد.
د راپورونو له مخې، افغانستان ته د ډنفورډ د ناڅاپي سفر هدف د دغه هېواد او سیمې په اړه د امریکا د نوې کړنلارې ټاکل دي. له دې وړاندې ویل شوي و چې په راتلونکو څو اونیو کې به د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا نوې کړنلاره په ډاګه شي.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د امریکا متحده ایالاتو لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ سره چې په رسمي سفر کابل ته راغلی و، په ارګ کې وکتل.
سرچينه کاږي، تېر کال په وارسا کنفرانس کې ناټو غړو هېوادونو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه په څلور کلنه توافقنامه کې د رهبري کوونکي ځواک په توګه توافق وکړ.
دا توافق افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دا باورمندي ورکوي چې د هېواد د امنیت د تامین په برخه کې د موثر او مستقل محاربوي ځواک په توګه وده وکړي.
سرچينه زياتوي، ولسمشر غني په دې کتنه کې له جنرال جوزف ډنفورډ څخه د افغانستان د امنیت د تامین په خاطر د امریکا متحده ایالاتو او د ناټو غړو هېوادونو د دوامداره تعهداتو او په دې هېواد کې د نوموړي د خدمتونو له امله مننه وکړه.
د خبرپاڼې په حواله، جنرال ډنفورډ به د کتنو په جریان کې وضعیت په هر اړخیزه توګه وارزوي او پر اساس به یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې، مشورې ورکولو او همکارۍ په موخه د ځواکونو د زیاتولو لپاره خپل وړاندیزونه برابر کړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، غني او ډنفورډ د امنیتي مسوولیتونو د انتقال له وخته چې مسوولیت یې جمهور رئیس غني په غاړه درلود او جنرال ډنفورډ هغه وخت د ایساف عمومي قوماندان وو، یو له بل سره پېژني.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP