بروکسل (پژواک، ۹ چنګاښ ۹۶): د ناټو سازمان سرمنشي افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږلو د اعلان تر څنګ وویل چې په راتلونکي کال کې هم په افغانستان د روزنې ماموریت ته دوام ورکوي.
د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ دغه څرګندونې د چنګاښ په ۸مه په بلجیم کې د دغه سازمان او د غوڅ ملاتړ د متحدینو د دفاع وزیرانو تر ناستې وروسته په یوه خبري غونډه کې وکړې.
هغه زیاته کړه چې په دې یوې ورځنۍ غونډه کې د ناټو پر دفاعي بودیجې، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د ناټو او اروپایي همکاریو او د افغانستان په اړه خبرې وشوې.
سټولټنبرګ وویل چې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کې په افغانستان کې د ناټو قوماندان او ځانګړي ملکي استازي، د اروپایي اتحادیې استازي او د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر هم برخه اخیستې وه.
د ناټو سرمنشي اعلان وکړ چې دوی نن افغانستان ته د زرګونو نورو سرتېرو د لېږلو ژمنه وکړه خو کره شمېر یې په ډاګه نه کړ.
د هغه په وینا، تر اوسه ۱۵ غړو هېوادونو افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږلو ژمنې کړې وې او نن یو شمېر نورو هېوادونو هم دا ژمنې وکړې.
سټولټننبرګ وویل چې نن د ۳۹ هېوادونو د دفاع وزیرانو یو ځل بیا له افغانستان سره د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ژمنې وکړې، څو دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر خوندي ځالې بدل نه شي.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان امنیت د ناټو امنیت دی او په دې برخه کې به ناټو د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت ته دوام ورکوي.
دی وایي، که څه هم په افغانستان امنیتي ننګونې شته، خو افغان ځواکونه اوس پیاوړي شوي، د هرې ورځې قربانیو ورکولو تر څنګ ښې لاسته راوړنې هم لري.
د ناټو سرمنشي د کابل او افغانستان د نورو سیمو وروستیو دناامنيو پېښو ته په اشارې سره وویل چې د افغان ځواکونو د ښې روزنې لپاره هلته د ناټو شتون اړین دی.
نوموړي د افغانستان په امنیتي ارګانونو کې پر شته فساد اندېښنه وښوده او له افغان حکومته یې وغوښتل چې پر ضد یې کلکه مبارزه وکړي.
د پاکستان په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو سرمنشي وویل، هېڅ هېواد نه شي کولی د ترهګرو لپاره خوندي ځالې جوړې کړي او بیا یې د بل هېواد پر ضد وکاروي.
login or register a new account.