لښکرګاه (پژواک ١١ چنګاښ ٩٦): د هلمند امنيتي مسوولين وايي، په نادعلي کې د هوايي بريد په ترڅ کې ١٥ طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.
د امنيه قومندانۍ وياند دوهم څارن عبدالسلام افغان، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن غرمه په ګروپ شش سيمه کې د بهرنيو ځواکونو له خوا شوى چې ياده مرګ ژوبله په کې اوښتې ده.
ده زياته کړه، دغه راز د وسله والو درې موټر او يوه اندازه وسلې هم له منځه تللې دي.
د هغه په وينا، يادې ډلې غوښتل د لښکرګاه او ناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړي، خو د پټو معلوماتو له مخې دوى په نښه او له منځه يې يوړل.
د ګروپ شش سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې د ګروپ شش اړوند په زابر سيمه کې نن غرمه بمبار شوى، خو په مرګ ژوبله يې معلومات نه لري.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP