مهترلام (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٦): د لغمان ولايت د عامې روغتيا رييس په يوه وسله وال بريد کې ټپي شوى دى.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د چنګاښ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار په مهترلام ښار کې د عامې روغتيا مخې ته رامنځته شوه.
هغه زياته کړه چې دوو وسله والو موټرسايکل سپرو د عامې روغتيا پر رييس ډاکتر عبداللطيف قيومي ډزې کړې چې له امله يې هغه ټپي شوى او د درملنې په موخه جلال اباد ته لېږدول شوى دى.
د نوموړي په وينا، د ډاکتر قيومي روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
د ځواک په وينا، بريدګر تښتېدلي او پوليسو يې پلټنه پيل کړې ده.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP