ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان د عامې روغتيا رييس ټپي شو

د لغمان د عامې روغتيا رييس ټپي شو

author avatar
6 Jul 2017 - 11:56
د لغمان د عامې روغتيا رييس ټپي شو
author avatar
6 Jul 2017 - 11:56

مهترلام (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٦): د لغمان ولايت د عامې روغتيا رييس په يوه وسله وال بريد کې ټپي شوى دى.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د چنګاښ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار په مهترلام ښار کې د عامې روغتيا مخې  ته رامنځته شوه.

هغه زياته کړه چې دوو وسله والو موټرسايکل سپرو د عامې روغتيا پر رييس ډاکتر عبداللطيف قيومي ډزې کړې چې له امله يې هغه ټپي شوى او د درملنې په موخه جلال اباد ته لېږدول شوى دى.

د نوموړي په وينا، د ډاکتر قيومي روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د ځواک په وينا، بريدګر تښتېدلي او پوليسو يې پلټنه پيل کړې ده.

د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.