کابل (پژواک، ٢٥ چنګاښ، ٩٦): د افغان ځوانانو مدني بهير په ننګرهار ولايت کې د وروستيو نا امنيو او هدفي وژنو په غبرګون کې د ځايي چارواکو د ګوښه کولو او محاکمې غوښتنه وکړه.
په دې وروستيو کې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار او ځينو ولسواليو کې د هدفي وژنو ، ترورونو او چاودنو پېښې زياتې شوې دي چې له امله يې يو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغان ځوانانو مدني بهير د چنګاښ په ٢٥مه په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال د ننګرهار ولايت پر وروستيو نا امنيو او هدفي وژنو ژوره اندېښنه وښوده.
دغه راز دوى له مرکزي حکومت څخه وغوښتل چې په دې اړه چوپ پاتې نه شي او او د ښاريانو ژوند او امنيت تضمین کړي.
د ياد بهير مشر غورځنګ سيال د ننګرهار امنيتي ستونزو، په ځانګړې توګه د وروستيو هدفي وژنو پر وړاندی سيمه ييزه اداره پړه وبلله او له مرکزي حکومته يې وغوښتل، هغه چارواکي چې د پېښو پر وړاندي يې وظيفوي غفلت کړی، له دندو ګوښه، عدلي او قضايي ارګانونو ته يې ورمعرفي کړي.
هغه وايي: ((په تېره يوه اوونۍ کې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار او ځينو ولسواليو کې د مدني ټولنې فعالانو، شاعرانو او سوداګرو په ګډون اووه کسان د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوي، خو قاتلين يې په تېښته بريالي شوي دي.))
سیال په ياد ولایت کې اقتصادي مافیا، د واک انحصار، سيمه ييزه زورواکي، ناقانونه وسله وال او د امنیتي ارګانونو کمزورتيا او غفلت د یادو پېښو عمده لاملونه وبلل.
د افغان ځوانانو مدني بهير مشر پر سيمه ييزو زورواکو او او په مرکز کې يې پر ځينو دولتي چارواکو تور پورې کړ چې، د ولایتي ادارې خپلواکي يې صلب کړې او د کارونو پر وړاندې يې خنډونه جوړوي.
سيال زياته کړه: ((په ننګرهار کې د خپل سرو وسله والو شتون دا په ډاګه کوي چې سيمه ييز او مرکزي چارواکي له دوی سره لاس لري.))
د هغه په وينا، اوسمهال د ياد ولایت ١٧ ولسوالۍ له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي، يواځې دوه ولسواليو ته امنيتي ځواکونه د ورځې له خوا تګ راتګ کولى شي.
نوموړي د دفاع وزارت هغه ادعا هم په کلکه رد کړه چې ګواکې په ننګرهار ولایت کې یې اسلامي دولت نومي ډله (داعش) پر شا تنبولې ده.
سیال وايي چې داعش ډله د جلال اباد ښار دروازو ته رسېدلې، د ننګرهار په پنځو ولسواليو کې فعال حضور لري او د تېر په نسبت يې شمېر هم څو برابره زيات شوی هم دی.
د ننګرهار ټولنیزي شورا مرستیال او د افغانستان د پشه یانو د اتفاق شورا مشر عبدالستار حيات نړیوال ځواکونه او سيمه ييزه اداره د داعش ملاتړ وبلل او پر دولت يې غږ وکړ چې که امنيت نه شي ټينګولى، نو د ختيځ اوسېدونکو ته دې اجازه ورکړي، چې خپل امنيت په خپله وساتي.
د ياد بهير په پرېکړه ليک کې له مرکزي حکومت څخه د ننګرهار امنيت ته د پامرنې او د ځايي چارواکو له دندو ګوښه او محاکمه کولو غوښتنه شوې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې دوى د ولايت د مرکز جلال اباد ښار او ولسواليو امنيت لپاره جدي اقدامات پيل کړي دي.
هغه زياته کړه چې پر موټرسايکلونو د دوو کسانو پر ګرځېدو بنديز لګولى، د تورو شيشو موټرو او غير مسوولو وسله والو پر ضد يې کمپاين هم پيل کړى دى.
د خوږياڼي په وينا، په ولسواليو کې هم د ګډو امنيتي ځواکونو له خوا پراخ ځمکني او هوايي عمليات روان دي او ښې لاسته راوړنې لري.
د والي وياند د جلال اباد ښار وروستيو امنيتي پېښو ته په اشارې سره وويل چې دا دومره جدي پېښې نه وې، ځينې يې د کورني تاوتريخوالي او شخصي شخړو له امله رامنځه شوې وې.
د هغه په وينا، ځيني اشخاص او مدني ټولنې د خاصو کسانو له خوا ګومارل شوي وي، څو وضعيت ډېر ر خراب وښيي.
خوږياڼي وويل، دوى دغه کار وروسته له هغه کوي چې شخصي ګټې يې له ګواښ سره مخ شي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن