ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني فعالانو د ننګرهار حکومتي اداره د هدفي وژنو په مخنیوي کې پر پاتې راتلو تورنه کړه

مدني فعالانو د ننګرهار حکومتي اداره د هدفي وژنو په مخنیوي کې پر پاتې راتلو تورنه کړه

author avatar
16 Jul 2017 - 15:28
مدني فعالانو د ننګرهار حکومتي اداره د هدفي وژنو په مخنیوي کې پر پاتې راتلو تورنه کړه
author avatar
16 Jul 2017 - 15:28

کابل (پژواک، ٢٥ چنګاښ، ٩٦): د افغان ځوانانو مدني بهير په ننګرهار ولايت کې د وروستيو نا امنيو او هدفي وژنو په غبرګون کې د ځايي چارواکو د ګوښه کولو او محاکمې غوښتنه وکړه.

په دې وروستيو کې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار او ځينو ولسواليو کې د هدفي وژنو ، ترورونو او چاودنو پېښې زياتې شوې دي چې له امله يې يو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغان ځوانانو مدني بهير د چنګاښ په ٢٥مه په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال د ننګرهار ولايت پر وروستيو نا  امنيو او هدفي وژنو ژوره اندېښنه وښوده.

دغه راز دوى له مرکزي حکومت څخه وغوښتل چې په دې اړه چوپ پاتې نه شي او او د ښاريانو ژوند او امنيت تضمین کړي.

د ياد بهير مشر غورځنګ سيال د ننګرهار امنيتي ستونزو، په ځانګړې توګه د وروستيو هدفي وژنو پر وړاندی سيمه ييزه اداره پړه وبلله او له مرکزي حکومته يې وغوښتل، هغه چارواکي چې د پېښو پر وړاندي يې وظيفوي غفلت کړی، له دندو ګوښه، عدلي او قضايي ارګانونو ته يې ورمعرفي کړي.

هغه وايي: ((په تېره يوه اوونۍ کې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار او ځينو ولسواليو کې د مدني ټولنې فعالانو، شاعرانو او سوداګرو په ګډون اووه کسان د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوي، خو قاتلين يې په تېښته بريالي شوي دي.))

سیال په ياد ولایت کې اقتصادي مافیا، د واک انحصار، سيمه ييزه زورواکي، ناقانونه وسله وال او د امنیتي ارګانونو کمزورتيا او غفلت د یادو پېښو عمده لاملونه وبلل.

د افغان ځوانانو مدني بهير مشر پر سيمه ييزو زورواکو او او په مرکز کې يې پر ځينو دولتي چارواکو تور پورې کړ چې، د ولایتي ادارې خپلواکي يې صلب کړې او د کارونو پر وړاندې يې خنډونه جوړوي.

سيال زياته کړه: ((په ننګرهار کې د خپل سرو وسله والو شتون دا په ډاګه کوي چې سيمه ييز او مرکزي چارواکي له دوی سره لاس لري.))

د هغه په وينا، اوسمهال د ياد ولایت ١٧ ولسوالۍ له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي، يواځې دوه ولسواليو ته امنيتي ځواکونه د ورځې له خوا تګ راتګ کولى شي.

نوموړي د دفاع وزارت هغه ادعا هم په کلکه رد کړه چې ګواکې په ننګرهار ولایت کې یې اسلامي دولت نومي ډله (داعش) پر شا تنبولې ده.

سیال وايي چې داعش ډله د جلال اباد ښار دروازو ته رسېدلې، د ننګرهار په پنځو ولسواليو کې فعال حضور لري او د تېر په نسبت يې  شمېر هم څو برابره زيات شوی هم دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.