لښکرګاه (پژواک، ۱۲ زمری ۹۶) : دهلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ملي امنیت پر ځواکونو د موټر په وسیله ځانمرګی برید شوی دی.
د ګرشک امنیه قوماندان ځآرمن محمد اسماعیل خپلواک د زمري په ۱۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا برید نن ماخوستن په شاوخوا لسو بجو شوی و.
هغه زیاته کړه، ګې ځانمرګي بریدګر د موټر په وسیله دیخچال په سیمه کې د ملي امنیت پر اوپراتیفي ګروپ برید کړی، چې له امله یې دوه سرتیري وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.
یوې بلې سرچینې پژواک ته وویل، چې دا برید د هاموی ټانګ په وسیله شوی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP