منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۱ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هلمند کې د ملي امنیت پر ځواکونو ځانمرګی برید شوی

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۲ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۱۲ زمری ۹۶) : دهلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ملي امنیت پر ځواکونو د موټر په وسیله ځانمرګی برید شوی دی.

د ګرشک امنیه قوماندان ځآرمن محمد اسماعیل خپلواک د زمري په ۱۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا برید نن ماخوستن په شاوخوا لسو بجو شوی و.

هغه زیاته کړه، ګې ځانمرګي بریدګر د موټر په وسیله دیخچال په سیمه کې  د ملي امنیت پر اوپراتیفي ګروپ برید کړی، چې له امله یې دوه سرتیري وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.

یوې بلې سرچینې پژواک ته وویل، چې دا برید د هاموی ټانګ په وسیله شوی دی. 

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه