ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپيسا کې دوه پوليس وژل شوي

کاپيسا کې دوه پوليس وژل شوي

author avatar
5 Aug 2017 - 18:53
کاپيسا کې دوه پوليس وژل شوي
author avatar
5 Aug 2017 - 18:53

محمود راقي (پژواک، ١٤ زمرى ٩٦): د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې دوه پوليس وژل شوي.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد ایوب يوسفزي  د زمري په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو لومړی پر هغې پوستې بريد کړی چې د يوه نوي جوړېدونکي  پول د امنيت لپاره جوړه شوې وه.

هغه زياته کړه، وسله والو د دې بريد پر مهال دوه پوليس هم وژلي چې د مرستندويه ځواکونو رسېدلو سره په سيمه کې جګړه هم شوې ده.

د سرچينې په وينا، په جګړه کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې ورته نه وه معلومه.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.