ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو لپاره پنځې لوبډلې اعلان کړې | بدخشان کې د «مخمل خیال» په نوم هنري نندارتون جوړ شو |  لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه | د حج وزارت: زیارتي شرکتونه دې د عمرې حج لګښت کې کموالی راولي | غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه | د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده | غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي
خوست کې ملاریا ناروغي شل سلنه د کمه شوې

خوست کې ملاریا ناروغي شل سلنه د کمه شوې

author avatar
6 Aug 2017 - 15:16
خوست کې ملاریا ناروغي شل سلنه د کمه شوې
author avatar
6 Aug 2017 - 15:16

خوست ښار (پژواک، ۱۵ زمری ٩٦): د خوست د عامې روغتيا مسوولين وايي، دا چې خلک د ملاريا ناروغۍ پر مخنيوي پوهېدلي، نو د تېرو کلونو په پرتله يې سږ کال د دې ناروغۍ په کچه کې کابو شل سلنه کمښت راغلی دی.

په  دغه ولايت کې د ملاريا او لشمانيا د تشخيص او کنټرول مرکز مسوول ډاکتر ګلاب جان منګل پژواک خبري اژانس ته وويل، سږ کال تر اوسه ( له غويي مياشتې راهيسې) له دوی سره څه باندې ۵۳۰۰ د ملاريا مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

هغه هيله څرګنده کړه چې سږ کال دا پېښې تر ۹زره پورته نه شي، په داسې حال کې چې تېر کال يې په ټوليز ډول د ملاريا ۱۱زره مثبتې پېښې ثبت کړې وې.

ګلاب جان زياته کړه: ((د دغه ستر لامل دا دی چې خلک د ملاريا ناروغۍ پر مخنيوي پوهېدلي دي. موږ هم پر خلکو پشه خانې وېشلې او ځيني خلک له نورو لارو هم پشه خانو ته څه ناڅه لاسرسی لري.))

د ده په وينا، له دوی سره د ثبت شوو پېښو پر بنسټ د ملاريا ناروغي په ترتيب سره په ځاځي ميدان، عليشېر او اسماعېل خېلو ولسواليو کې ډېره ده.

دى وايي: ((ملاريا په هغو سيمو کې ډېره وي چې هوا يې نسبت نورو سيمو ته توده وي؛ ځکه هلته د ملاريا ماشي ښه ژوند او ډېرښت کولای شي. د خوست په مرکز متون سيمه کې هم شته، خو ډېره نه ده.))

په ورته وخت کې د نورو روغتيايي مسوولينو په وينا، په خوست کې هر کال لسګونه زره کسان ښايي د ملاريا پر ناروغۍ اخته شي؛ ځکه زياتره ناروغان خصوصي روغتيايي مرکزونو ته مراجعه کوي.

په خوست ښار کې د يوه خصوصي لابراتوار ټکنالوجست فضل الرحمن جدي پژواک اژانس ته وويل، دوی ته په مراجعه کوونکو ناروغانو کې په منځنۍ کچه هره ورځ دوه يا درې کسان د ملاريا ناروغي لري.

ده زياته کړه: ((له ۴۰ تر ۵۰ پورې له ناروغانو څخه د ملاريا ناروغۍ په نوم وينه اخلو، له دې ډلې څخه په دوو يا درېیو کسانو کې د ملاريا ناروغي مثبته راوځي.))

د خوست د سپېرې ولسوالۍ د شډل سيمې يوه اوسېدونکي سردار چې خپله کوچنۍ لور يې د خوست ښار يوه خصوصي کلينيک ته د درملنې لپاره راوستلې وه، پژواک اژانس ته وويل چې ملاريا د دوی په سيمه کې اوس هم ګواښونکې ناروغي ده.

د ده په خبره، ټول خلک پر پيسو د پشه خانو د پېرلو وس نه لري او د روغتيا په برخه کې مسوولو چارواکو هم د پشه خانو په رسولو کې خپل مسووليت نه دی ترسره کړی.

هغه وويل: ((پشه خانې موږ ته نه رسېږي. ځينو خلکو ته ورسېږي او ځينو ته نه رسېږي. زموږ په سيمه کې ماشي بېخي زيات دي. هره ورځ خلک ډاکتر ته ور ران وي او ملاريا نيولي وي)).

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.