منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خوست کې ملاریا ناروغي شل سلنه د کمه شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۵ کتنې

خوست ښار (پژواک، ۱۵ زمری ٩٦): د خوست د عامې روغتيا مسوولين وايي، دا چې خلک د ملاريا ناروغۍ پر مخنيوي پوهېدلي، نو د تېرو کلونو په پرتله يې سږ کال د دې ناروغۍ په کچه کې کابو شل سلنه کمښت راغلی دی.

په  دغه ولايت کې د ملاريا او لشمانيا د تشخيص او کنټرول مرکز مسوول ډاکتر ګلاب جان منګل پژواک خبري اژانس ته وويل، سږ کال تر اوسه ( له غويي مياشتې راهيسې) له دوی سره څه باندې ۵۳۰۰ د ملاريا مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

هغه هيله څرګنده کړه چې سږ کال دا پېښې تر ۹زره پورته نه شي، په داسې حال کې چې تېر کال يې په ټوليز ډول د ملاريا ۱۱زره مثبتې پېښې ثبت کړې وې.

ګلاب جان زياته کړه: ((د دغه ستر لامل دا دی چې خلک د ملاريا ناروغۍ پر مخنيوي پوهېدلي دي. موږ هم پر خلکو پشه خانې وېشلې او ځيني خلک له نورو لارو هم پشه خانو ته څه ناڅه لاسرسی لري.))

د ده په وينا، له دوی سره د ثبت شوو پېښو پر بنسټ د ملاريا ناروغي په ترتيب سره په ځاځي ميدان، عليشېر او اسماعېل خېلو ولسواليو کې ډېره ده.

دى وايي: ((ملاريا په هغو سيمو کې ډېره وي چې هوا يې نسبت نورو سيمو ته توده وي؛ ځکه هلته د ملاريا ماشي ښه ژوند او ډېرښت کولای شي. د خوست په مرکز متون سيمه کې هم شته، خو ډېره نه ده.))

په ورته وخت کې د نورو روغتيايي مسوولينو په وينا، په خوست کې هر کال لسګونه زره کسان ښايي د ملاريا پر ناروغۍ اخته شي؛ ځکه زياتره ناروغان خصوصي روغتيايي مرکزونو ته مراجعه کوي.

په خوست ښار کې د يوه خصوصي لابراتوار ټکنالوجست فضل الرحمن جدي پژواک اژانس ته وويل، دوی ته په مراجعه کوونکو ناروغانو کې په منځنۍ کچه هره ورځ دوه يا درې کسان د ملاريا ناروغي لري.

ده زياته کړه: ((له ۴۰ تر ۵۰ پورې له ناروغانو څخه د ملاريا ناروغۍ په نوم وينه اخلو، له دې ډلې څخه په دوو يا درېیو کسانو کې د ملاريا ناروغي مثبته راوځي.))

د خوست د سپېرې ولسوالۍ د شډل سيمې يوه اوسېدونکي سردار چې خپله کوچنۍ لور يې د خوست ښار يوه خصوصي کلينيک ته د درملنې لپاره راوستلې وه، پژواک اژانس ته وويل چې ملاريا د دوی په سيمه کې اوس هم ګواښونکې ناروغي ده.

د ده په خبره، ټول خلک پر پيسو د پشه خانو د پېرلو وس نه لري او د روغتيا په برخه کې مسوولو چارواکو هم د پشه خانو په رسولو کې خپل مسووليت نه دی ترسره کړی.

هغه وويل: ((پشه خانې موږ ته نه رسېږي. ځينو خلکو ته ورسېږي او ځينو ته نه رسېږي. زموږ په سيمه کې ماشي بېخي زيات دي. هره ورځ خلک ډاکتر ته ور ران وي او ملاريا نيولي وي)).

په ورته وخت کې د ملاريا او لشمانيا د تشخيص او کنټرول مرکز مشر ډاکتر ګلاب جان منګل وايي، تېر کال يې څه باندې ۱۰۰زره پشه خانې پر خلکو وېشلې، خو نفوس ته په کتو سره سلګونه زرو نورو پشه خانو ته هم اړتيا لري.

ده زياته کړه: ((د خوست نفوس يونيم ميليون ته رسېږي، هر څلور کاله وروسته بايد موږ ۸ سوه زره پشه خانې ووېشو. له وزارت نه مو دا غوښتنه ده چې په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.))

د دې مرکز د مسوولينو په وينا، پر دې سربېره چې د پشه خانو له کمښت  سره مخ دي، په ياد مرکز کې د ملاريا او لشمانيا د تشخيص او درملنې پوره او پرمختللي طبي وسايل او برېښنا هم نه لري.

دغه مرکز اوسمهال د خوست ښار په ختيځه برخه کې د مېلمه کوټ باغ دننه په يوه څنډه کې په يوې پخوانۍ ترميم شوې ودانۍ کې فعاليت لري چې د ملاريا د تشخيص او درملنې لپاره له ساده طبي وسايلو څخه په کې کار اخيستل کېږي.

په دغه روغتيايي مرکز کې له شته وضعيت نه داسې ښکاري چې د پرمختللو طبي وسايلو او درملو پر نه شتون سربېره د دغه مرکز د خونو پاکوالي ته هم هېڅ پاملرنه نه کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا