Language

لوګر کې سلګونه کیلوګرامه نشه يي توکي نیول شوي

پل علم (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٦): د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځواکونو ٧٩٠ کيلوګرامه تارياک نيولي دي.

د لوګر د والي وياند ميراحمد سېلاب د زمري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت ځواکونو تېره شپه په څرخ ولسوالۍ کې عمليات کړي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دغو عملياتو پر مهال يادو ځواکونو ٧٩٠ کيلوګرامه تارياک چې په يوه ډاډسن موټر کې بار وو، نيولي دي.

سېلاب زياتوي چې د دغو ترياکو د انتقال په تور څوک نه دي نيول شوي؛ ځکه لېږدوونکي يې په تېښته بريالي شوي دي.

د هغه په وينا، يادو کسانو دغه توکي له ختيځو ولايتونو راوړي وو او غوښتل يې چې د ازرې او څرخ له لارې يې د هېواد سوېلي ولايتونو ته انتقال کړي.

دغه راز د لوګر د ولايتي شورا غړي حسيب الله ستانکزي پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې لوګر د نشه يي توکو د ترانزيت پر لار بدل شوى دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، هر کال له لغمان، ننګرهار او کونړ ولايتونو زرګونه کيلوګرامه نشه يي توکي د لوګر له لارې نورو ولايتونو ته وړل کېږي.

ده وويل: ((په لوګر کې نشه يي توکي نه کرل کېږي خو دغه انتقال د دې باعث شوى چې يو شمېر کسان معتاد شي.))

ستانکزى وايي چې کله نا کله امنيتي ځواکونه پر دې توانېږي چې نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړي.

د لوګر د حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې، د روان کال له پيله تر اوسه ٢٨٠٠ کيلوګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکي په دغه ولايت کې نيول شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.