ژبه

سمنګان کې ٢٢٨ کيلوګرامه نشه يي توکي نيول شوي

محمد برات

۲۴ زمری ۱۳۹۶ - ۱۴:۳۰

Views: ۵۲

ايبک (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٦): د سمنګان پوليسو پرون ٢٢٨ کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه کړي او هم په دې ولايت کې دوه تنه وژل شوي دي.

د سمنګان امنيه قوماندان مل پاسوال محمد باقر مسعود پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو د دغه ولايت په مرکز ايبک کې، په يوه لارۍ کې ځاى پر ځاى کړل شوي ١٣٢ کيلوګرامه چرس او٩٦ کيلوګرامه ترياک کشف کړي او نيولي دي.

د هغه په وينا، پوليسو دوه کسان له بغلان ولايت څخه بلخ ته د دې توکو د لېږدولو په شک نيولي دي.

د روانې زمري مياشتې په ٨مه هم په ايبک کې ٥٩ کيلوګرامه چرس او ٢٣ کيلوګرامه ترياک چې له بغلان څخه بلخ ته لېږدول کېدل، د پوليسو لاسه ته ورغلل او په تړاو يې دوه کسان هم نيول شوي وو.

په افغانستان کې د نشه يي توکو کرکيله، قاچاق او کارونه يوه ستره او د اندېښنې وړ ستونزه ده.

اوس مهال افغانستان په نړۍ کې د نشه يي توکو تر ټولو ستر توليدوونکى دى چې په کور دننه پر نشه د روږدو کسانو لوړېدونکى شمېر شاوخوا درې ميليونه کسانو ته رسېدلى دى.

له بلې خوا، د سمنګانو په دره صوف پايين ولسوالۍ کې د نښتې له امله دوه تنه وژل شوي دي.

د دې ولسوالۍ امنيه قومندان عبدالله ظفري، پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه دولس بجې د طالبانو يوې ډلې د کيوه تاش په کلي کې د يوه قومي مشر سيد اسلم پر کور وسله وال بريد کړى دى، چې له امله يې د دواړو خواوو ترمنځ نښته رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، په دې نښته کې د اسلم د کورنۍ دوه غړي (يو ٣٠ سړى او بله ١٨ کلنه نجلۍ) وژل شوي دي.

د هغه په وينا، تردې وروسته، خلک د طالبانو په مقابل کې راپورته شوي او هغوى يې د تېښتې ته اړ کړي دي.

خو طالبانو په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

login or register a new account.