ژبه

عبدالغفار داوي او د هغه مرستيال نږدې پر نهه کاله بند محکومت شول

نوید احمد بارکزی

۲۴ زمری ۱۳۹۶ - ۲۱:۴۸

Views: ۷۶

کابل (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٦): د عدلي او قضايي مرکز د اداري فساد درنو جرمونو ته د لاسرسي لومړنۍ محکمې، په يوې ډاګيزه جلسه کې د داوي شرکت مشر عبدالغفار داوي او د هغه د مرستيال او د ترانسپورټ او هوايي چلند څلور پخواني چارواکي پر بند محکوم کړل.

د دغو کسانو محکمه چې دوى په څو قضيو کې په فريب، له دندې څخه د ناوړه ګټې اخيستو په اړه له دولتي کارکوونکو سره په همکارۍ او د جعلي اسنادو په استعمال تورن دي؛ د مدافع وکيلانو، يو شمېر مدني فعالانو او رسنيو پر وړاندې ترسره شوه.

په دې قضايي غونډه کې موظف څارنوال محمد عالم عتيق، صورت دعوا او د تورنو کسانو پر وړاندې دليلونه وړاندې کړل او ويې ويل چې د داوي ګروپ غير دولتي شرکت مشر عبدالغفار داوي، په ١٣٨٥ لمريز کال کې د ترانسپورټ او هوايي چلند له يو شمېر کارکوونکو سره په همکارۍ د اريانا دولتي هوايي شرکت د سون توکو د چمتو کولو قرارداد ترلاسه کړ او هغه يې تر ١٣٩٢ لمريز کال پورې په خپل انحصار کې ساتلى دى.

د هغه په وينا، تورن دغه راز د کابل په هوايي ډګر کې ١٤،٥ جريبه ځمکه هم د داوطلبۍ له پړاوونو پرته ترلاسه کړې چې د سون توکو او يادې ځمکې په برخه کې دولت ته درې ميليونه ډالره زيان اوښتى دى.

څارنوال زياته کړه، نوموړى کس دغه راز تورن دى چې په ١٣٨٥ او ١٣٨٦ کلونو کې يې د ١٧ بېلابېلو شرکتونو په نوم د اسنادو په جعل سره ١٦ ميليونه او ١٠٠ زره ډالر ترلاسه کړي چې پر دې سربېره يې د بانک پور (ټکټانه) هم چې ١٩ ميليونه ډالره کېږي؛ تر اوسه پورې نه ده ورکړې.

نوموړي دغه راز پر عبدالغفار داوي تور پورې کړ چې په فريب سره يې د "افغان ګلوبل" او "ميهن پټروليم" په نومونو شرکتونو ته ميليونونه ډالره زيان اړولى چې په دې قضيه کې د هغه مرستيال محمد اصغر غياثي هم همکار او شريک دى.

بلخوا د عبدالغفار داوي مدافع وکيلې نجلا راحل د موظف څارنوال ادعاوې بې بنسټه وبللې او ويې ويل چې د هغه موکل د توطيو قرباني شوى او بېګناه دى.

هغه وويل چې موکل ته يې د ټولو تورونو يو ځاى کول د اساسي قانون خلاف کار دى، په داسې حال کې چې د کابلبانک قضيې په اړه د کابل بانک ځانګړې محکمې نهايي پرېکړه صادره کړې او موکل يې د پور ورکړې ته چمتو دى او دغه راز د اريانا شرکت قضيه په سوداګريز محکمه کې تر څېړنې لاندې ده.

د دواړو لورو له دليلونو وروسته د اداري فساد د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د لومړنۍ محکمې پلاوي چې مشري يې شېراقا منيب پر غاړه درلوده؛ د تورنو کسانو په اړه خپل حکم صادر کړ.

د دغه حکم پر بنسټ د "داوي ګروپ" شرکت مشر غفار داوي او د هغه مرستيال محمد اصغر غياثي هر يو پر نهه کال او نهو مياشتو بند او دواړه دغه راز د ٣٨ ميليونه ډالرو پر ورکړې محکوم کړل.

د ټرانسپورټ وزارت پخوانى معين رازمحمد علمي په خپله دنده کې د ناغېړۍ له امله پر شپږ مياشتې زندان او درې زره ډالرو، د دغه وزارت يو بل پخوانى معين عبدالرازق زلالي له خپلو واکونو د ناوړه ګټې اخيستو په تور په پنځه کال زندان او درې زره ډالره ورکړې محکوم شول او دغه راز دوه نور کارکوونکي په شپږ مياشتو زندان محکوم شول.

شېراقا منيب د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې دا وروستى حکم نه دى او که چېرې تورن کسان په دې اړه کوم اعتراض لري نو د شلو ورځو په موده کې دې د ياد حکم پر وړاندې د استيناف غوښتنه وکړي چې بيا تورنو کسانو هم وويل چې صادر شوي حکمونه نه مني او پر وړاندې يې د دعوا اقامه کوي.

login or register a new account.