کندهار (پژواک، ۲۸ زمری ۹۶): د کندهار امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه یې د دې ولایت درې ولسوالۍ خاکرېز، نېش او غورک د سقوط له ګواښ څخه ژغورلي دي.
تېره شپه د کندهار او هلمند سلګونه وسله وال سره را یو ځای شوي وو اوغوښتل یې پر یادو شوو ولسوالیو پراخ بریدونه وکړي چې د ځپلو لپاره یې له هوايي بریدونو کار اخیستل شوی او درنه مرګ ژوبله ور اوښتې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند لومړي څارن ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه سلګونو وسله والو د کندهار پر دریو شمالي ولسوالیو خاکرېز، نېش او غورک کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د بریدونو پلان درلود او په دې موخه د نېش ولسوالۍ په کوتل پاس او دره نور سیمو کې سره راټول شوي وو.
هغه زیاته کړه، وسله والو پلان درلود چې یادې شوې درې واړه ولسوالۍ سقوط کړي خو دوی یې په اړه وار له مخه معلومات تر لاسه کړي وو.
دی وايي، دغه پلان د کندهار او هلمند لپاره د وسله والو طالبانو د والیانو او د هغوی د جنګي مشرانو له خوا طرحه شوی و، خو امنیتي ځواکونو دا پلان شنډ کړ.
ده وویل، د وسله والو د ځپلو په موخه د شپې پر ۹ بجې عملیات پيل شول چې د سهار تر ۳ بجو یې دوام درلود چې په دې لړ کې د بهرنیو ځواکونو د قاطع ماموریت پوځي الوتکو پر وسله والو له ۵۰ ډېر هوايي بریدونه وکړل.
دراني وویل، په دغو بریدونو کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د ۷۰ تنو جسدونه یې د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.
د نوموړي په وینا، په وژل شوو کې د وسله والو مهم جنګي کسان شامل دي.
دغه راز ده یادونه وکړه چې د جګړې پر مهال د وسله والو ۱۵ موټرې او لسګونه موټرسایکلې هم له منځه وړل شوي دي.
دی وايي، په دغو بریدونو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.
خاکرېز، نېش او غورک د کندهار له شمالي ولسوالیو دې چې ارزوګان او هلمند ولایتونو ته څېرمه پرتې دي.
له هغه راهیسې چې په هلمند او اروزګان کې د وسله والو فعالیتونه ډېر شوي د کندهار په شمالي ولسوالۍ کې ناامني ډېره شوې او تل د وسله والو د بریدونو او جګړو شاهدې وي.
login or register a new account.