Language

ولسمشر: فساد بنسټیز درد دی او دا درد بنسټیزه چاره غواړي

کندهار (پژواک، ۳۱ زمری ۹۶): ولسمشر غني وايي چې  د پوهنې په برخه کې ستونزه ملي فاجعه ده خو په دې تړاو به بدلونه راشي او کندهار کې به هغه رییسان له دندو لرې کړل شي چې له درېیو کلونو ډېر د رييسانو په توګه پاتې شوي دي.

محمد اشرف غني دغه څرګندونې نن کندهار ته د سفر پر مهال د کندهار  ولايت د خلکو له شکايتونو اورېدو وروسته وکړې.

غونډه په کندهار هوايي ډګر کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو په قوماندانۍ کې جوړه شوې وه چې سلګونو تنو په کې ګډون کړی وو.

په پيل کې د کندهار والي زلمي ويسا وینا وکړه او ویې ویل، په کندهار کې امنیتی وضعیت ښه دی خو د لا ښه والي لپاره یې د امنیتي ځواکونو تمویل او تجهیز ته اړتیا ده.

هغه له فساد سره د مبارزې، اقتصادي پروژو د پیل، له ولس سره د اړیکو ایجاد، اصلاحاتو راوستو،   بهرني سیاست او نور برخو کې د ولسمشر هڅې وستایلې.

د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال هم د هېواد د پرمختګ په برخه کې د ولسمشر کړنې وستايلې او ويې ويل چې د کندهار د خلکو په استازیتوب له ولسمشر څخه ملاتړ کوي.  

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي تورن عبدالخالق بالاکرزي له ولسمشر څخه وغوښتل چې د کندهار د برېښنا ستونزې حل ته دې پاملرنه وشي او د کرنې د ودې په موخه دې د اوبو بندونه جوړ شي.

کندهار کې د موی مبارک جومات خطیب وویل، په کندهار کې اداري فساد لویه ستونزه ده، بې کاري ډېره شوې ده، د پوهنې د بهیر معیار ټيټ دی او په دې ټولو برخو کې جدي کار او اصلاحاتو ته اړتیا ده.

د کندهار د ښځو په استازیتوب مدني فعالې اناهیتا وویل، کندهار له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې د جګړې قرباني دی او ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري.

هغه د پوهنې په برخه کې د ښوونکو د تشکیل پر ډېرېدو، ښوونځیو ته د ودانیو او دغه راز مېرمنو ته د یوه مجهز نسايي ولادي روغتون پر جوړولو ټینګار وکړ.

اناهيتا غوښتنه وکړه چې په دې ولایت کې دې مېرمنو ته کاري فرصتونه ډېر شي.

د کندهار یوه مدني فعال نثار احمد صالح وویل، کندهار کې امنیت په نسبي توګه ښه دی، خو د پوهنې بهیر هومره له فساده ډک دی چې اصلاً دلته معارف نشته او د کاروبار په یوه مارکېټ بدل شوی دی.

login or register a new account.

Related Topics