ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې يوه پوليس ځان او خپل ملګرى وژلى

خوست کې يوه پوليس ځان او خپل ملګرى وژلى

author avatar
27 Aug 2017 - 18:31
خوست کې يوه پوليس ځان او خپل ملګرى وژلى
author avatar
27 Aug 2017 - 18:31

خوست ښار (پژواک، ٥ وږی ۹۶): د خوست چارواکي وايي، په ښار کې يوه پوليس لومړی خپل ملګری وژلی او بيا يې ځان وژنه کړې ده.

د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر ګل محمد دين منګل، پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن ماسپښين د خوست ښار په لوېديځه څنډه کې د الشفاء پلازې د درېيم پوړ په يوه کوټه کې شوې ده.

د ده په وينا، د عدلي طب د څېړنو له مخې ويلی شي، چې پوليس لومړی پر خپل ملګري د تومانچې ډزې کړې او بيا يې ځان وژلی او دغه راز د کوټې دروازه يې هم له دننه طرف څخه په ځان پسې قلف کړې وه.

هغه زياته کړه، پوليس شاوخوا ۲۵ کلن او هغه بل وژل شوی شاوخوا ۲۰ کلن دی او دواړه په ملکي لباس کې وو، خو له ۲۵ کلن کس سره په جيب کې د پوليسو د دندې کارت موندل شوی دی.

د پېښې ځای ته نږدې يوه کس فضل الله پژواک اژانس ته وويل، د ډزو غږ يې نه دی اورېدلی، خو کله چې خبر شول، داسې ښکارېده چې پېښه شاوخوا دوه ساعته مخکې شوې ده.

تر اوسه د خوست امنيه قوماندانۍ او نورو ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي او نه هم د پېښې اصلي انګېزه معلومه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.