کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت وايي چې د میدانوردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د «اندریس» په نوم یو امریکايي تبعه د اسلام پر مبارک دين مشرف شو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع تېره شپه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «د میدانوردګو ولایت اړوند د جلریز ولسوالۍ د امنیتي مسوولینو د نېک اخلاقو له کبله د اندریس په نوم یو امریکايي تبعه د اسلام په مبارک دين مشرف شو.»
قانع زیاته کړې، دغه امریکايي تبعه چې غوښتل یې بامیان ولایت ته د سیاحت په موخه سفر وکړي، د لارې په اوږدو کې د جلریز ولسوالۍ له امنیتي ځواکونو سره په چک پاینټ کې مخامخ شو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند د امنیتي ځواکونو له قوله زیاتوي: «نوموړی کس چې کله له موږ سره پر چک پاینټ کې مخ شو، نو زموږ له نېکې رویې او اخلاقو څخه زیات خوشحاله شو او غوښتل یې چې له موږ سره پاتې شي، نو موږ هم له ځان سره قوماندانۍ ته راوست او وروسته د مجاهدینو په خاص ډول د امنیه قوماندان [کوچي محمد] له خوا د اسلام په دين مشرف شو او اسلام یې قبول کړ.»
د سرچینې د معلوماتو له مخې، پر یاد امریکایي اوس «محمود» نوم اېښودل شوی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن