ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د خوست پولیس د غصب شوو ځمکو په راګوځولو کې مرسته نه کوي

چارواکي: د خوست پولیس د غصب شوو ځمکو په راګوځولو کې مرسته نه کوي

author avatar
27 Aug 2017 - 11:43
چارواکي: د خوست پولیس د غصب شوو ځمکو په راګوځولو کې مرسته نه کوي
author avatar
27 Aug 2017 - 11:43

خوست ښار (پژواک، ٥ وږی ۹۶): د خوست ځينې دولتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت امنيه قوماندانۍ له غاصبينو د صنعتي پارک د ځمکې په خلاصون کې مرسته نه کوي.

يوې دولتي باوري سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې د صنعتي پارک لپاره ۴۰۰ جريبه دولتي ځمکه د خوست په مندوزيو او اسماعيل خېلو ولسوالۍ کې څو کاله مخکې ټاکل شوې ده.

د سرچينې په وينا، د پارک د احاطې دېوال او د يو شمېر تاسيساتو لپاره ۱۷ ميليونه ډالره بوديجه هم ځانګړې شوې، خو له دې کبله چې ځمکه يې د سيمې د خلکو له لوري غصب شوې ده، بوديجه يې له يوه کال څخه بل ته ځنډېږي.

سرچينې زياته کړه چې د يادې ځمکې راګرځولو لپاره څو مياشتې مخکې امنيتي پلان جوړ او د تطبيق پرېکړه يې شوې، خو د خوست امنيه قوماندان د دغه پلان په تطبيق کې ناغېړي کوي.

سرچينه وايي: ((له دې کبله چې قوماندان هم د مندوزيو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی، دی له خپل قوم سره د خواخوږۍ له مخې ياده ځمکه صنعتي پارک ته نه تخليه کوي.))

يادې دولتي سرچينې همدارنګه پژواک خبري اژانس ته وويل چې قوماندان د خپل قوم د خوښۍ په خاطر د پلې کېدونکې ملي پروژې په مخ کې د شته خنډ د له منځه وړو په برخه کې ناغېړي کوي.

سرچينې زياته کړه: ((په دې وروستيو کې په ګڼو نظامي غونډو کې په دغه کار پرېکړه شوې چې د صنعتي پارک ځمکه به له غصب کوونکو څخه راخلاصوي، خو قومانداني علاقه نه په کې ښيي.))

د دې سرچينې په وينا، له ۴۰۰ جريبه ځمکې څخه ۳۰۰ جريبه ځمکه سپينه يا د دولت په لاس کې ده، خو د پروژې د پلې کېدو لپاره د امنيت په تامين کې هم امنيې قوماندانۍ علاقه نه ده ښودلې.

په ورته وخت کې د خوست والي حکم خان حبيبي له پژواک سره په خبرو کې وويل چې د صنعتي پارک پروژه د ځينو ټولنيزو ستونزو او او املاکي لانجو له کبله نه ده پلې شوې.

ده وويل، امنيتي ارګانونو ته سپارښتنه شوې چې د صنعتي پارک ځمکه له غصب کوونکو څخه را وګرځوي، خو ظاهراً يې په دې برخه کې د امنيې قوماندانۍ د نه همکارۍ په اړه څه ونه ويل.

حبيبي وويل: ((که چېرې د صنعتي پارک لپاره انتخاب شوې ځمکه له غصب کوونکو څخه خلاصه شي، په دې سره به پانګوالو ته زمينه په لاس ورکړي چې فابريکې په کې جوړې کړي، خو متاسفانه چې دا پروژه تر اوسه ځنډېدلې ده.))

که څه هم د خوست والي حکم خان حبيبي د يادې ځمکې د غصب کوونکو د هويت په اړه څه ونه ويل خو اشاره يې د مندوزيو او اسماعيل خېلو ولسوالۍ قومي خلکو ته وه.

ده همدارنګه وويل چې که د صنعتي پارک لپاره د برېښنا، امنيت او د ځمکې وېش تضمين کړي، هغه فابريکې به هم په کې راټولې شي چې دا مهال د خوست مرکز اړوند په کورونو او مارکېټونو کې فعاليت لري.

بل لور ته د خوست د ولايتي شورا غړي قديم افغان بيا پژواک ته وويل چې د صنعتي پارک لپاره انتخاب شوې ځمکه غصب شوې نه ده، بلکې دا د مندوزيو ولسواليو د خلکو ملکيت دی.

نوموړي په ياده مسئله کې پر امنيې قوماندانۍ د ناغېړۍ لګېدلي تور په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې د مندوزيو د قوم خلک د يادې ځمکې ملکيت په درې ګونو محکمو کې تثبيت کړی دی.

هغه وويل: ((د صنعتي پارک د ۴۰۰ جريبې ځمکې له جملې څخه پر ۱۵۰ جريبه ځمکې يوه سړي دعوه کړې وه، خو په درې ګونو محکمو کې دا ځمکه د مندوزيو قوم وګټله او د محکمې پرېکړه په لاس لري چې ځمکه د مندوزيو د قوم ملکيت دی.))

د مندوزيو او اسماعيل خېلو ولسوالۍ قومي مشر حاجي ګل نوازخان پژواک اژانس ته وويل چې دوی د ملي پرمختيايي پروژو نه يواځې مخه نه نيسي، بلکې د پلې کېدو لپاره يې تر خپل وسه مرسته هم کوي.

خو نوموړي پر دولت نيوکه وکړه چې د صنعتي پارک لپاره ځانګړې شوې يوه اندازه دولتي ځمکه چې خلکو پرې کورونه جوړ کړي دي، هغه نه راګرځوي او هڅه کوي چې صنعتي پارک د دوی پر شخصي ملکيت جوړ کړي.

ده وويل: ((له ۴۰۰ جريبه ځمکې څخه ۲۵۳ جريبه ځمکه سپينه پرته ده، خو پر پاتې ځمکه يو شمېر خلکو کورونه جوړ کړي دي. دولت دې هغه کورونه ړنګ کړي او له غصب څخه دې خلاصه کړي.))

دې قومي مشر حاجي ګل نوازخان پژواک اژانس ته وويل چې دوی د خپلې ځمکې شرعي قباله په لاس کې لري او هېڅکله پر دولتي ځمکه د خپل ملکيت دعوه نه کوي.

خو د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت پژواک ته وويل، پوليس د هرې غصب شوې ځمکې د بېرته راګرځولو لپاره ژمن دي.

هغه په دغه ولايت کې د صنعتي پارک په اړه وويل: ((پروژه له اصلي موقعيت نه په بل ځاى کې تطبيقېده نو ځکه ځينو خلکو ورسره مخالفت وکړ خو اوس ستونزه حل ده.))

قوماندان هم ومنله چې د صنعتي پارک ځينې برخې خلکو غصب کړې خو زياتوي چې په اړه يې له خلکو سره خبرې کړې نو هغوى چمتو شوي چې غصب شوې ځمکې بېرته پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په خوست کې لسګونه کوچنۍ توليدي فابريکې شته چې د فعاليت لپاره د خوست په ښار او شاوخوا سيمو کې له کرايي کورونو او مارکېټونونو څخه ګټه اخلي.

د دې فابريکو د مسوولينو په وينا، که دولت د صنعتي پارک پروژه پلې کړي، هم د دولت لپاره په ګټه ده او هم به دوی وکولای شي په ډاډه زړه خپلو توليداتو ته دوام ورکړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.