ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي مسوولین کابل ښاریانو ته د اختر په ورځو کې د امنیت ډاډ ورکوي

امنیتي مسوولین کابل ښاریانو ته د اختر په ورځو کې د امنیت ډاډ ورکوي

author avatar
31 Aug 2017 - 10:51
امنیتي مسوولین کابل ښاریانو ته د اختر په ورځو کې د امنیت ډاډ ورکوي
author avatar
31 Aug 2017 - 10:51

کابل (پژواک، ۹ وږى ٩٦): امنیتي مسوولینو د کابل ښاریانو د امنیت د خوندیتوب لپاره د ښار په مختلفو سیمو کې کلک امنیتي تدابیر نیولي او خلکو ته د اختر په ورځو کې د امنيت ډاډ ورکوي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند څارمن عبدالبصیر مجاهد، پژواک خبري اژانس ته وویل چې له ملي امنیت، عامه نظم، ځانګړو ځواکونو او نورو امنیتي ادارو سره په همغږۍ یې د هېوادوالو د امنیت د خوندیتوب په موخه د کابل ښار په مختلفو برخو په ځانګړې توګه ګڼ مېشتو سیمو کې   امنیتي کمربندونه زيات کړي دي.

ده زياته کړه، د کابل ښار هرې امنیتي حوزې ته یې د ګرځنده ګزمو د ترسره کولو په موخه شپږ شپږ موټرسایکلونه ورکړي، ترڅو وکولی شي په ګڼه ګوڼه کې هم خپله څارنه وکړي.

د پژواک خبري اژانس خبري ډلې د کابل ښار د امنیتي وضعیت د څېړلو لپاره د ښار په بېلابېلو برخو کې له امنیتي پوستو، امنیتي کمربندونو او سیارو ګزمو څخه لیدنه کړې او مسوولین يې د اختر ورځو د امنیت د ټینګښت په اړه پوښتلي دي.

د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې امر سمونوال علي احمد عطايي د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت ټولو هېوادوالو ته د مبارکۍ تر څنګ د اختر په ورځو کې د ډاډمن امنیت ډاډ ورکړ.

نوموړي د امنیت په ټینګښت کې د ولسي وګړو رول مهم وباله او له کابل ښاریانو یې وغوښتل چې د شکمنو کسانو او له شکمنو کړنو سره د مخامخ کېدو په صورت کې د پولیسو له ۱۰۰ او ۱۱۹ شمېرو سره اړیکه ونیسي.

هغه وویل، امنیتي او کشفي ارګانونه شپه او ورځ د هېوادوالو د امنیت ساتنې لپاره پیرې او ګزمې کوي، ترڅو هېوادوال وکولی شی د اختر شپې او ورځې په پوره خوښیو سره ونمانځي.

د کابل ښار یوه پولیس وحیدالله د افغانستان ټولو وګړو ته د اختر مبارکي وویله او ډاډ یې ورکړ چې هېچاته به اجازه ورنه کړي، چې د اختر په خوښیو کې د خلکو امنیت وګواښي.

ده پژواک ته وویل: «ویاړم چې د اختر د خوښیو  په ورځو کې له مور، پلار، خویندو او وروڼو څخه مسافر یم او د خپلو خلکو خدمت کوم.»

نوموړي د امنیت په ټینګښت کې د ولسي وګړو له مرستې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د ډاډمن امن لپاره باید ولس له امنیتي او کشفي ارګانونه سره اوږه په اوږه ودریږي.

د کابل ښار اوسېدونکي زکریا د اختر  د رارسېدو په مناسبت د ښار په مختلفو برخو کې د پولیسو د فعالیتونو له زیاتېدو مننه او ستاينه وکړه.

هغه وویل: «دا چې امنیتي ځواکونو د خپلو هېوادوالو د ژوند د تأمین لپاره خپل کورونه پریښي، عام ولس يې باید منندوی واوسي او مرسته ورسره وکړي.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.