ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل-جلال اباد پر لويه لار ترافيکي پېښې مرګ ژوبله واړوله

د کابل-جلال اباد پر لويه لار ترافيکي پېښې مرګ ژوبله واړوله

author avatar
2 Sep 2017 - 14:35
د کابل-جلال اباد پر لويه لار ترافيکي پېښې مرګ ژوبله واړوله
author avatar
2 Sep 2017 - 14:35

کابل (پژواک ، ١١وږى ٩٦): د کابل - جلال اباد پر لويه لاره د ترافيکي پېښې له امله يوتن مړ او دوه تنه نور سخت ټپيان  شوي دي.  

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته يوه نيمه بجه د کابل –جلال اباد پرلويه لاره د لغمان ولايت اړوند د سرخکانو په سيمه رامنځته شوې .

هغه وويل، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې يو کروزين له يوه ټوډي موټر سره وجنګېد.

د نوموړي په خبره، چې په ټوډي موټر کې ناست يوتن مړ شوى او دوه نور ټپيان دي، د کروزين موټر چلوونکى د پېښې له ځايه تښتېدلى او موټر  يې پرې ايښى دى .

د هغه په وينا، چې د پېښې ځاى ته پوليس او ترافيک رسېدلي او څېړنې يې پيل کړې دي .

د کابل – جلال اباد لويه لار  زياتره وخت د ترافيکي پېښو شاهده وي، چې د موټرو ګړندى تګ، د ترافيکي قوانينو نه مراعات او د لارې خرابوالى د دغو پېښو عمده لاملونه ياديږي.

                                                                                                                                

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.