کابل (پژواک ، ١١وږى ٩٦) : ولسمشر غني د هېواد يوشمېر سني او شيعه علماووسره په کتنه کې له علماوو وغوښتل چې په خپلو وعظونوکې د ترهګرو فتنې افشا کړي .
د ارګ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کتنه تېر مازيګر د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت له یو شمېر سني او شیعه علماوو سره په ارګ کې تر سره شوه .
په دې کتنه کې د سني او شیعه علماوو په استازیتوب مولوي محمدقاسم حلیمي وويل، پر جوماتونو، تکایاوو او نورو مقدسو ځایونو د تروریستانو بریدونه دا ثابتوي چې دوی د اسلام دښمنان دي او د هېڅ مذهب استازیتوب نه کوي .
حلیمي د ټولو علماوو په استازیتوب جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ چې تل به د قومي، مذهبي او سمتي تفرقې پر وړاندې ودریږي او د تروریستانو د ټولو شومو اهدافو مخه به ونیسي.
هغه څرګنده کړه چې علماء یو ځل بیا له طالبانو او مخالفوافغان وسله والو ډلو غواړي چې د قران او سنت په رڼا کې سولې ته غاړه کېږدي، ځکه د مسلمانانو ترمنځ قتل حرام دی او د دې حرام د مخنیوي په خاطر د سولې ټینګښت ته اړتیا ده.
حلیمي ټينګار وکړ چې د سني او شیعه مذهبونو پیروان او په ځانګړي ډول علما ټول سره متحد دي او هېڅوک نه شي کولی زموږ ترمنځ تفرقه ایجاد او له یوه بله مو سره جلا کړي.
وروسته جمهوررئیس غني په خپلو خبرو کې سني او شیعه علماوو ته د لوی اختر د مبارکۍ پرمهال یو ځل بیا د کابل د امام زمان جومات پر تروریستي پېښې خپله خواخوږۍڅرګنده کړه.
جمهوررئیس په ټینګار وویل : (( موږ جګړه نه غواړو او اوسنۍ جګړه پر موږ تپل شوې ده، خو د افغانستان دښمنان باید په دې پوه شي چې دوی له ماتې سره مخ او په انزوا کې دي. ))
جمهور رئیس څرګنده کړه، په هېواد کې د مذهبي تفرقې په خاطر زیاتې دسیسې جریان لري اوپه دې وروستیو کې د هېواد پر جوماتونو او تکایاوو ترسره شوي بریدونه د شیطاني پلان یوه کوچنۍ برخه ده چې زموږ دمذهبي او ملي یووالي په ساتلو سره دغه پلان شنډیږي.
هغه له علماوو وغوښتل چې هره ورځ په خپل وعظ او تبلیغ کې هېوادوالو ته د تروریستانو فتنې او توطئې افشا او خلک فکري یووالي ته راوبولي.
محمداشرف غني د خپلو خبرو په پای کې وویل: (( هغه خلک چې سوله نه مني د افغانستان د خلکو دښمنان دي او دوی دې پوه شي چې زموږ ترمنځ تفرقه نه شي اچولی. هغه له علماوو وغوښتل چې په هېواد کې د مذهبي یووالي،اتفاق او سولې لپاره کار وکړي. ))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP