لښکرګاه (پژواک، ١٢ وږی ۹۶): د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د کرنې او مالدارۍ د ودې په موخه ۲۰۰ میلیونه افغانۍ لګول کېږي.
په دې لړ کې ۱۲ بېلابېلې پروژې پلان شوې چې بې وزلو کروندګرو او مېرمنو ته د باغونو، ممیز خونو، د چرګانو فارمونو جوړول او نور په کې شامل دي.
د هلمند ولایت د کرنې سرپرست رییس رفېع الله قلم پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې پروژې د روان کال تر پایه پلي کېږي چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې به د پام وړ مثبت بدلونونه راولي.
دی وايي، د هلمند د مرکز لښکرګاه تر څنګ په ګرشک او نادعلي ولسوالیو کې بې وزلو مېرمنو ته ۵۰۰ باغونه جوړېږي.
د ده په خبره، دغو مېرمنو ته به د مېوو او سبو کرلو او روزلو لارې چارې هم وښودل شي، څو وکولای شي له دې لارې د خپلو کورنیو لپاره عاید ترلاسه کړي او خپل اقتصادي حالت ښه کړي.
قلم وویل، د دې تر څنګ په لښکرګاه او یو شمېر نورو ولسوالیو کې باغ لرونکو ته ۹ ممیز خونې هم جوړېږي چې ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
د ده په خبره، دغه ممیز خونې به په عصري بڼه جوړېږي څو انګور په کې په ښه توګه وچ او په لوړ کیفیت مارکېټ ته وړاندې شي.
د دې تر څنګ نوموړي یادونه وکړه چې د دغو پروژو په لړ کې ۴ حیواني کلینيکونه یا ترمیم شوي او یا نوي جوړ شوي او دغه راز له ګڼو کوچیانو سره د مالونو د ښو ساتلو په موخه د درملو د بستو مرسته هم شوې ده.
ده یادونه وکړه، په راتلونکي ژمي کې به بې وزلو کروندګرو ته د پستې او نورو مېوو ۳۴۰ باغونه هم جوړ شي.
د نوموړي په وینا، د دغو باغونو د جوړولو په موخه د مستحقو کروندګرو ټاکلو سروې پیل شوې ده.
د کرنې سرپرست رییس د مالدارۍ په برخه کې د چرګانو د ۱۵۰۰ فارمونو جوړولو خبره هم وکړه.
ده وویل، په بېلابېلو ولسوالیو کې به بې وزلې او مستحقې کورنۍ انتخابېږي او د چرګانو د روزلو فارمونه به ورته جوړېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن