ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپیسا کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیول شوی

کاپیسا کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیول شوی

author avatar
5 Sep 2017 - 11:19
کاپیسا کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیول شوی
author avatar
5 Sep 2017 - 11:19

محمودراقي (پژواک، ١٤ وږى ٩٦): د کاپيسا پوليسو د دغه ولایت په مرکز محمودراقي کې له چاودېدونکو توکو ډک يو موټر نيولى دى.

د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د وږي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت پوليسو تېره شپه له چاودېدونکو توکو ډک يو سراچه موټر د مرکز محمودراقي په شوخي سيمه کې نيولى دى.

هغه وايي چې په دغه موټر کې د بي اېم يو او ٨٢ ملي متري توپ د ١٥ مرميو تر څنګ نور چاودېدونکي توکي بار وو.

ده وويل چې موټر چلوونکی تښتېدلى دى خو پوليسو يې د نيولو هلې ځلې پيل کړې دي.

د يوسفزي په وينا، دغه چاودېدونکي توکي يې نجراب او تګاب ولسواليو ته انتقالول او غوښتل یې چې امنيتي پوستې پرې په نښه کړي.

د نجراب اوسېدونکي صبرالله پژواک ته وويل چې ډېرى وخت وسله وال مخالفين د شپې له خوا په دې سيمه کې د امنيتي ځواکونو پوستې په نښه کوي.

د هغه په وينا، په دغه شان بريدونو کې ډېرى وخت عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.