ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه کې ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

خوست کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه کې ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
6 Sep 2017 - 17:38
خوست کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه کې ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
6 Sep 2017 - 17:38

خوست ښار (پژواک، ۱۵ وږی ۹۶): په خوست کې د منګل او مقبل قومونو ترمنځ د ځمکې او غره د ملکيتونو پر سر د جګړې له امله دوه کسان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

د دغو قومونو تر منځ ياده شخړه او لانجه څو لسيزې مخکې را ولاړه شوې چې په زياتره مواردو کې پر وسله والو شخړو اوښتې او په ترڅ کې يې لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د درنو وسلو په تازه جګړه کې چې د لوی اختر له لومړۍ ورځې راهيسې پيل شوې، دواړو غاړو ته په کې دوه کسان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ نور ټپيان شوي او دغه راز لسګونه کورنۍ بې ځايه شوي دي.

په دې ترڅ کې پر ولايتي ادارې په ځانګړي ډول پر امنيتي ارګانونو د خلکو نيوکه دا ده چې نه يواځې د جګړې مخنيوی نه کوي، بلکې ځانونه يې له يو مخې ناخبره اچولي دي.

د خوست د ولايتي شورا غړی عبدالولي واحدزي د وږي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، له دې کبله چې ولايتي اداره د يادې ستونزې په هواري کې پاتې راغلې، دوی د قومي بانفوذه مشرانو په همکارۍ د اوربند لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.

واحدزي وويل، نه يواځې دا چې د اوربند هڅې کوي، بلکې موخه يې دا ده چې د منګلو او مقبلو قومونو ترمنځ د ځمکې او غره د ملکيت په سر راپورته شوې لانجې ته بنسټيز حل لاره ومومي.

ده زياته کړه: ((کوم جنګ چې اوسمهال د دواړو قومونو تر منځ روان دی، دا بايد بند شي، مورچلې ړنګې شي او وروسته بيا خپله لانجه د دولت او يا د قومي جرګو له لارې سره هواره کړي.))

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت له يوې خوا نه مني چې ګني د منګل او مقبل قومونو تر منځ وسله واله شخړه شوې، خو له بلې خوا بيا وايي چې د هواري لپاره يې له خپلو امکاناتو څخه کار اخلي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((هلته کوم جنګ نشته، نه څوک شهيدان شوي او نه څوک ټپيان دي. د لانجې د هواري لپاره د ولايتي ادارې په هلو ځلو کار روان دی، انشاالله دا ستونزه به ډېر ژر هواره شي.))

د خوست يوه قومي مشر حاجي حفيظ الله چې د يادو قومونو ترمنځ د لانجې په هواري کې هلې ځلې کوي، پژواک ته وويل چې دا ستونزه يواځې د قومي جرګو او مرکو له لارې هوارېدای شي.

ده وويل: ((قومونو دا فکر کړی دی چې دولت د يادې ستونزې په هواري کې پاتې راغلی دی. نو دا پرېکړه وکړه چې دا ستونزه به دوی هواروي، ځکه که يو کس هم تلف کېږي، دا د خوست لپاره غټه ضايع ده.))

بل لور ته د خوست والي حکم خان حبيبي څو ورځې مخکې له پژواک سره په خبرو کې ويلي وو چې د يادې مسئلې د څېړلو په موخه دوی هم خپلې هلې ځلې کوي او له کابل نه هم څو ځلې پلاوي راغلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.