منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:52 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونهغړي

خوست کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه کې ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

· 3 دقیقې لوستل · 150 کتنې

خوست ښار (پژواک، ۱۵ وږی ۹۶): په خوست کې د منګل او مقبل قومونو ترمنځ د ځمکې او غره د ملکيتونو پر سر د جګړې له امله دوه کسان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

د دغو قومونو تر منځ ياده شخړه او لانجه څو لسيزې مخکې را ولاړه شوې چې په زياتره مواردو کې پر وسله والو شخړو اوښتې او په ترڅ کې يې لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د درنو وسلو په تازه جګړه کې چې د لوی اختر له لومړۍ ورځې راهيسې پيل شوې، دواړو غاړو ته په کې دوه کسان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ نور ټپيان شوي او دغه راز لسګونه کورنۍ بې ځايه شوي دي.

په دې ترڅ کې پر ولايتي ادارې په ځانګړي ډول پر امنيتي ارګانونو د خلکو نيوکه دا ده چې نه يواځې د جګړې مخنيوی نه کوي، بلکې ځانونه يې له يو مخې ناخبره اچولي دي.

د خوست د ولايتي شورا غړی عبدالولي واحدزي د وږي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، له دې کبله چې ولايتي اداره د يادې ستونزې په هواري کې پاتې راغلې، دوی د قومي بانفوذه مشرانو په همکارۍ د اوربند لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.

واحدزي وويل، نه يواځې دا چې د اوربند هڅې کوي، بلکې موخه يې دا ده چې د منګلو او مقبلو قومونو ترمنځ د ځمکې او غره د ملکيت په سر راپورته شوې لانجې ته بنسټيز حل لاره ومومي.

ده زياته کړه: ((کوم جنګ چې اوسمهال د دواړو قومونو تر منځ روان دی، دا بايد بند شي، مورچلې ړنګې شي او وروسته بيا خپله لانجه د دولت او يا د قومي جرګو له لارې سره هواره کړي.))

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت له يوې خوا نه مني چې ګني د منګل او مقبل قومونو تر منځ وسله واله شخړه شوې، خو له بلې خوا بيا وايي چې د هواري لپاره يې له خپلو امکاناتو څخه کار اخلي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((هلته کوم جنګ نشته، نه څوک شهيدان شوي او نه څوک ټپيان دي. د لانجې د هواري لپاره د ولايتي ادارې په هلو ځلو کار روان دی، انشاالله دا ستونزه به ډېر ژر هواره شي.))

د خوست يوه قومي مشر حاجي حفيظ الله چې د يادو قومونو ترمنځ د لانجې په هواري کې هلې ځلې کوي، پژواک ته وويل چې دا ستونزه يواځې د قومي جرګو او مرکو له لارې هوارېدای شي.

ده وويل: ((قومونو دا فکر کړی دی چې دولت د يادې ستونزې په هواري کې پاتې راغلی دی. نو دا پرېکړه وکړه چې دا ستونزه به دوی هواروي، ځکه که يو کس هم تلف کېږي، دا د خوست لپاره غټه ضايع ده.))

بل لور ته د خوست والي حکم خان حبيبي څو ورځې مخکې له پژواک سره په خبرو کې ويلي وو چې د يادې مسئلې د څېړلو په موخه دوی هم خپلې هلې ځلې کوي او له کابل نه هم څو ځلې پلاوي راغلي دي.

خو حبيبي زياته کړې وه چې ځينې سياسي کړۍ هڅه کوي چې د ځمکو د ملکيت په نامه د قومونو ترم نځ نفاق رامنځته او دولتي حاکميت له ستونزو سره مخ کړي.

حبيبي وويل: ((تاسو بهتر پوهېږي، چې د جګړې سيمه ناامنه ده، دښمن همېشه له قومي شخړو څخه ناوړه ګټه پورته کړې او هڅه کوي چې له دې لارې امنيت ګډوډ وکړي)).

په خوست کې د قومونو تر منځ د ځمکې او غرونو د ملکيت پر سر لانجې او وسله والې شخړې اوږده مخينه لري، حکومت يې د هواري هڅه کړې، خو څه پايله په لاس نه ده ورغلې.

دا مهال په دغه ولايت کې د شاوخوا لسو قومونو ترمنځ د ځمکې او غره پر سره لانجې روانې دي چې په زياتره مواردو کې دا لانجې په وسله والو شخړو اوښتي او مرګ ژوبله يې هم درلودله.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه
امنیت او جرمونه

غزني کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

امنیت او جرمونه

جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی

امنیت او جرمونه

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

امنیت او جرمونه

هلمند کې د څلورو انسان‌تښتوونکو نیول کېدل؛ دوه تښتولي کسان ژغورل شوي

امنیت او جرمونه

مجاهد: د جرمونو نړۍواله محکمه دې له خپل صلاحیته پورته ادعاوې نه کوي

امنیت او جرمونه

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال او د یو‌اېن‌او‌ډي‌سي مشر د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

امنیت او جرمونه

اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله وغندله

امنیت او جرمونه

کابلوف: د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ بحث کېږي