ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو پنځه کلن ماشوم د انسان تښتوونکو له بنده راخوشى شو

يو پنځه کلن ماشوم د انسان تښتوونکو له بنده راخوشى شو

author avatar
8 Sep 2017 - 10:25
يو پنځه کلن ماشوم د انسان تښتوونکو له بنده راخوشى شو
author avatar
8 Sep 2017 - 10:25

کابل (پژواک،١٦وږى٩٦): د ملي امنيت عمومي رياست وايي چې په کابل کې يې د انسان تښتوونکو درې کسيزه ډله  نيولې او د دې ډلې له بنده يې يو پنځه کلن ماشوم راخوشى کړى دى.

په هغې خبرپاڼه کې چې د ياد رياست له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، راغلي چې د ملي امنيت د عمومي رياست منسوبينو د کابل ښار اړ وند سيمه کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د انسان تښتوونکو درې کسيزه ډله نيولې چې د کابل له بګراميو ولسوالۍ يې يو پنځه کلن ماشوم حکمت الله د هجرت الله زوى تښتولى و.

سرچينې زياته کړې چې نيول شوو کسانو هر يوه عبدالله خان د سيدخان زوى، عبداللطيف د صحبت خان زوى او بدين د سراج الدين زوى اعتراف کړى چې پنځه کلن ماشوم، حمکت الله يې د هغه له فاميل څخه د پېسو ترلاسه کولو په بدل کې د کابل ولايت له بګراميو ولسوالۍ څخه تښتولى او د پټولو په موخه يې هغه د هېواد يوه ولايت ته لېږدولى و.

سرچينې زياته کړې ده چې د ملي امنيت د عمومي رياست د منسوبينو د هڅو په نتيجه کې د تښتول شوي ماشوم د ساتل کېدو ځاى معلوم او د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د تښتوونکو له منګلو څخه راخوشى او خپلې کورنۍ ته يې سپارل شوى دى.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د حکمت الله کورنۍ  د خپل ماشوم د بېرته ترلاسه کولو له امله د ملي امنيت د عمومي رياست د منسوبينو د هڅو په قدرونې سره، له عدلي او قضايي ارګانونو څخه غوښتي چې انسان تښتوونکو ته دې د خپل عمل جزا ورکړي.

 

 

 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.