کابل (پژواک، ٢٢ وږى ٩٦): ولسي جرګې د خپلې پخوانۍ پرېکړې خلاف تصميم ونيو چې اته نوماند وزيران به په خپله اجنډا کې شامل کړي؛ څو هغوى ته د رايې اچونې د صندوق اېښودو ورځ معلومه کړي.
اوسمهال ١١ وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.حکومت له دې ډلې اته نوماند وزيران ولسي جرګې ته د باور رايې ترلاسه کولو په موخه ور پېژندلي دي.
ولسي جرګې د روان کال د غويي په ٢٥مه اعلان وکړ څو چې د هغو ټولو وزارتونو لپاره چې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي، نوماندان ور ونه پېژندل شي، ور پېژندل شوو نوماند وزيرانو ته به رايې ور نه کړي.
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې هم د دې جرګې يو شمېر غړو وويل چې بايد د اتو ور پېژندل شوو نوماند وزيرانو لپاره د رايې صندقونه کښې نه ښودل شي.
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي قيس حسن وويل: "که مسئله د فشار راوړلو وي، موږ توپ او ټانګ نه لرو چې پر حکومت فشار راوړو، غوره دا ده څو چې ټول نوماندان ور ونه پېژندل شي، د اتو تنو لپاره دې صندقونه نه اېښودل کېږي."
هغه زياته کړه: "په تېرو اوو کالو کې وکيلانو په بې عزتۍ سره خپل کار ته دوام ورکړى او مصلحت او سپارښتنو ته يې غاړه اېښې ده؛ خو دوی بايد د خپل کار په وروستيو کالو کې يو ځل بيا مصلحتونو او سپارښتنو ته غاړه کښې نه ږدي."
خو په دې جرګه کې د کابل د خلکو استازي داوود کلکاني وويل چې رايه اچونه او د نوماند وزيرانو د پروسې ځنډول د قانون خلاف کار دى.
هغه زياته کړه چې جرګه دې د اتو نوماند وزيرانو د اسنادو پلټل پيل کړي، په دې وخت کې به ولسي جرګې ته درې نور نوماندان هم ور وپېژندل شي.
د دې جرګې يو شمېر نورو استازو هم ورته نظر درلود.
بالاخره د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل چې په کاري اجنډا کې د اتو نوماند وزيرانو شاملول د قانون خلاف کار نه دى.
ابراهيمي د دې جرګې د کورني تفتيش کمېسيون او لوړو زده کړو او پوهنې کمېسيون ته دنده وسپارله چې ولسي جرګې ته د ورپېژندل شوو اتو نوماند وزيرانو اسناد دې وڅېړي چې وروسته په اجنډا کې شامل شي.
د ملي دفاع وزارت لپاره د نوماند وزير په توګه طارق شاه بهرامي، د کار او ټولنيزو چارو د نوماند وزير په توګه فيض الله ذکي، د کانونو او پټروليم وزارت د نوماند وزیر په توګه نرګس نهان، د سرحدونو، قبايلو چارو د نوماند وزير په توګه محمد شفيق ګل اغا شېرزى، د ټرانسپورټ د نوماند وزير په توګه حميد طهماسي، د لوړو زده کړو د نوماند وزير په توګه عبداللطيف روشان، د کورنيو چارو د نوماند وزير په توګه ويس احمد برمک، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د نوماند وزير په توګه شهزاد ګل اريوبي او د عامه ګټو د نوماند وزير په توګه يما ياري ولسي جرګې ته د باور رايې ترلاسه کولو په موخه ور پېژندل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن