کندهار ښار (پژواک، ٢٤ وږى ٩٦): په کندهار ولايت کې پر بهرنيو ځواکونو د ځانمرګي بريد له امله څلور سرتېري ټپيان شوي دي.
د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ټونس موټر په وسيله دغه ځانمرګى بريد نن غرمه شاوخوا دوولس بجې د دامان ولسوالۍ په مربوطاتو کې وشو.
سرچينې زياته کړې چې بريد د کندهار هوايي ډګر ته نږدې د سپين بولدک پر سړک د بهرنيو ځواکونو د موټرو پر کاروان شوى، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.
خو يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې په دغه بريد کې د ناټو څلور رومانيايي سرتېري ټپيان شوي دي.
د پېښې په ځاى کې د ناټو ځواکونو يو ويجاړ شوى ټانک په وياله کې غورځېدلى و او ورسره نږدې پر ټونس موټر اور بلېده.
ناټو ځواکونو سيمه کلا بنده کړې، خبريالان يې نږدې نه پرېښودل او په ساحه کې پوځي چورلکې ګرځېدې.
په سيمه کې د يوې امنيتي پوستې پوليس چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې بهرنيو ځواکونو د پېښې له ځایه درې ټپيان ولېږدول.
ناټو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
وسله والو طالبانو د دې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کړې چې په دغه بريد کې اووه بهرني سرتېري وژل شوي دي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې پر بهرنيو ځواکونو بريدونه زيات شوي دي.
login or register a new account.