ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

باميان پوهنتون له جدي ستونزو سره مخ دى

باميان پوهنتون له جدي ستونزو سره مخ دى

author avatar
16 Sep 2017 - 16:37
باميان پوهنتون له جدي ستونزو سره مخ دى
author avatar
16 Sep 2017 - 16:37

 کابل(پژواک،٢٥وږى٩٦): د باميان پوهنتون يو شمېر محصلين وايي چې دغه پوهنتون په درسي سيستم کې د نيمګړتياوو، د پوهنځيو او ليليې لپاره د ودانۍ نشتوالي، استادانو، اداري پرسونل او اوبو  د کمښت په ګډون له جدي ستونزو سره مخ دى.

 د هغوى  په وينا، دغه ستونزې د دې لامل شوې چې محصلين په شخصي لګښت په لوړه بيه کوټې ونيسي او هره ورځ تر پوهنتون  پورې پر اوږدو لارو تګ راتګ وکړي.

په باميان پوهنتون کې يو تن نوى شامل شوى محصل محمد حسن چې د باميانو ښار د زرګرانو په سيمه کې يې د مياشتې په درې زره افغانۍ کوټه نيولې، پژواک خبري اژانس ته وويل:” زما کوټه له پوهنتون څخه نږدې ٤٠دقيقې لرې ده، له پوهنتون سره نږدې کوټې او کورونه نه پيدا کېږي؛ له همدې امله محصلين اړ دي چې له پوهنتون څخه په لرې سيمه کې کرايي کوټې ونيسي.”

نوموړي زياته کړه چې د باميان پوهنتون د ليليې وړتيا ټيټه ده ، په ليليه کې يوازې ١٤٠محصلين ژوند کوي او نږدې ټول محصلين کرايي کورونو او کوټو ته اړ دي.

  د باميان پوهنتون يو بل محصل چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، د استادانو د بې نظمۍ او ان د استادانو ترمنځ د ګوندي سياستيو يادونه وکړه او ويې ويل چې دغه موضوع د دې لامل شوې چې ډېر شمېر محصلين، پر دولتي پوهنتون کې پر درس ويلو سربېره اړ دي چې د لوړو زده کړو په عالي خصوصي موسسو کې هم ځانونه شامل کړي چې لږ تر لږه يو شى زده کړي.

 دغه محصل وويل چې د ياد شوي پوهنتون ځيني استادان پخوانى درسي سيستم پر مخ وړي،تر دې چې يوه استاد يوه ورځ وويل:” زه کار لرم ، له څومې تر څومې پاڼې ستاسو درس دى، همدا پاڼې ووايئ”؛ او خپله له ټولګي ووت.))

هغه وويل: ” موږ محصلين خپلې ستونزې نه شوو بيانولى؛ که ستونزه مطرح کړو، استادان راته ستونزې جوړوي، په ازموينه کې مو ناکاموي.”

 خو د باميان د لوړو زده کړو عالي موسسې يوه مدير محمد رضا ذکي پژواک ته وويل چې د لوړو زده کړو وزارت د لايحې له مخې، يو محصل په عين وخت کې په دوو پوهنتونونو کې درس نه شي ويلى او دا ډول محصلين چې په هم مهاله توګه هم په دولتي پوهنتون کې درس وايي او هم په شخصي پوهنتون کې د باميان د لوړو زده کړو په موسسه کې نه منل کېږي.

 يوې بلې محصلې حليمې وويل:” موږ په ډېرو ستونزو سره توانېدلي يوو چې په باميان پوهنتون کې درس ووايو  او بالاخره يوبل کال به هم له ستونزو سره تېر کړو؛ خو دغه ستونزې تر ډېره نجونو ته راجع دي؛ ځکه هغوى بايد خوندي او ډاډمن ځاى ژوند وکړي.”

 هغې وويل کله چې په دغه پوهنتون کې له کليوالو سيمو څخه ښځينه محصلينې منل کېږي، د هغوى مور او پلار او يا کورنۍ دا موقع  نه لري چې راشي، دوى ته کوټې او ځاى پيدا کړي، بايد خپله  هر يو محصل دغه زحمت پر غاړه  واخلي.

 نوموړي زياته کړه:((که چېرته سم کور پيدا شي، خو ښه تر ښه، که نه وي نو په ناسمو کوټو او نامناسبه خونه کې مو اچوي، دا موضوع د نجونو د تحصيل په برخه کې هم نا مطلوبه پايله لري، ځکه چې نه شي کولى په ارام زړه درس ووايي.))

هغه زياته کړه چې د ښځينو محصلينو لپاره د ليليې شتون حتمي دى، خو په ليليه کې هېڅ خدمات نشته، حتى د څښاک لپاره اوبه هم نشته، په داسې وضعيت کې زده کوونکي نه شي کولى چې په ليليه کې ژوند وکړي.

له بلې خوا د باميان پوهنتون استاد محمد امين ابتهاج وايي چې ډېرې ستونزې د پوهنتون په مديريتي برخه کې دي او ادارې کمزوري د دې لامل شوې چې ستونزې رامنځته شي، که چېرته په دې پوهنتون کې قوي مدير او مديريت شتون ولري او ستونزې له لوړو زده کړو وزارت سره شريکې کړي، په قطعي ډول به يوه کړنلاره ورته پام کې ونيول شي.

د باميان پوهنتون رييسې معصومې خاوري په پوهنتون کې د ستونزو منلو تر څنګ وويل چې باميان  پوهنتون اووه پوهنځي(ښوونه او روزنه، کرنه، ټولنيز علوم، شرعيات او اقتصاد) لري چې يوازې د شرعياتو او ټولنيزو علومو پوهنځيو ته په کې ودانۍ نشته.

 نوموړې زياته کړه:((د پوهنتون ليليه يوازې د ١٤٠ محصلينو ظرفيت لري، خو په ليليه کې د اوبو د نشتوالي په سبب غوښتونکي ډېر کم دي، سږ کال يوازې څلورو کسانو د ليليې غوښتنه کړې، هڅه کېږي چې په ليليه کې شته ستونزې حل شي.))

نوموړې د اداري کارکوونکو او استادانو د کموالي په اړه وويل چې په باميان  پوهنتون کې ١٦٠ استادان شته، خو ٤٠ نورو استادانو ته اړتيا ده، په اداري برخه کې ٩٨ کسان کار کوي، خو ٧٠ نور بستونه خالي دي.

مېرمن خاوري زياته کړه چې باميان پوهنتون په منځنۍ کچه د مطالعې کتابونه لري، خو د ودانۍ د نشتوالي له امله يې کتابونه په بوريو او انبارونو کې ساتل کېږي چې څوک ترې استفاده نه شي کولى، د شنې فضا نشتوالى، د سړک خاموالى او د تدريسي لوازمو نشتون، د پوهنتون نورې ستونزې دي.

خو د پوهنتون رييسې ومنله چې اداري برخه يې د پرسونل د نشتوالي په سبب کمزورې ده، خو ټولې ستونزې يې له لوړو زده کړو وزارت سره شريکې کړې چې ډېر ژر به يې د حل په تړاو عملي اقدامات وشي.

 نوموړې څرګنده کړه چې سږ کال د ليليې او ځينو پوهنځيو د ودانيو جوړېدو په برخه کې اقدام شوى چې ډېر ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي، خو ټولې ستونزې په يو ځل نه حل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د باميان پوهنتون د چارواکو په خبره، دا مهال د هېواد له بېلابېلو ولايتونو نه ٦٢٠٠محصلين په دغه پوهنتون کې زده کړه کوي چې له ٣٠ تر ٣٥ سلنه يې نجونې او ښځې دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.