کابل (پژواک، ٢٦ وږى ٩٦): ولسمشر غني د فقر د کموالي، خدماتو وړاندې کولو او د ولسي مشارکت شورا په لومړنۍ غونډه کې وويل، د دې شورا د جوړېدو موخه په هېواد کې د فقر د کچې راکمول او د فقر د عواملو معلومول دي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د فقر د کموالي، خدماتو وړاندې کولو او د ولسي مشارکت عالي شورا لومړنۍ غونډه، پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
سرچينه کاږي، په دې غونډه کې د جمهور رئیس غني او د غونډې ګډونوالو له لوري د دغې شورا د طرزالعمل، حقوقي مبنا، د شورا پر دندو او مسوولیتونو، کاري ساحې، د شورا په جوړښت او د شورا د تصمیم ګیرۍ په اصولو هراړخیز بحث او خبرې وشوې.
اشرف غني وویل، د دې شورا د جوړېدو موخه په هېواد کې د فقر د کچې راکمول او د فقر د عواملو معلومول دي، ترڅو حکومت د منظمو برنامو له لارې په اساسي ډول په هېواد کې له فقر سره مبارزه وکړي.
ده څرګنده کړه، حکومت باید د ټولنې تر ټولو محروم قشر ته پام وکړي، ځکه تراوسه په هېواد کې د دې قشر په ژوند کې بدلون نه دی راغلی.
هغه زیاته کړه، د دولتي مامورینو معاشاتو د پرداخت سیستم ډاډمن نه دى او دغه راز د تقاعد د خزینې په سیستم کې ستونزې موجودې دي او باید اصلاح شي.
دى وايي، تراوسه ۵۰ سلنه ښوونکي د معتمدینو له لارې معاش ترلاسه کوي چې په دې برخه کې باید د منلو وړ سیستم رامنځ ته شي، د پرداخت او امتیازاتو سیستم او دغه راز دې زموږ ټول ملي پروګرامونه د اصلاحاتو راوستو په خاطر وارزول شي او اساسي ستونزې دې تشخیص شي.
ولسمشر هېواد ته د راستنېدونکو هېوادوالو ته په اشارې وویل، په تېرو څو کلونو کې ۵ میليونه هېوادوال د کډوالۍ له چاپېریال څخه هېواد ته راستانه شوي او تر راتلونکو لسو کلونو پورې به له درې څخه تر پنځو میليونو نور هم جذب کړو.
ده زیاته کړه، ډېری کورنۍ د هېواد بې وزله ښځې رهبري کوي، د دوی ژوند ته باید جدي پام وشي، څو خپل اولادونه چې راتلونکي پنځه نسلونه ورپورې تړلی دی، له بې وزلۍ څخه خوندي کړي.
دى زياتوي، د بې وزلۍ د کمولو او له منځه وړلو په اړه باید اساسي بحث وشي او د بې وزلۍ بېلابېل لاملونه او ډولونه تشخیص شي.
هغه څرګنده کړه چې د بې وزلۍ د کمولو په برخه کې د تېرو ۱۶ کلونوبرنامې دقیقې نه وې، ځکه د بې وزلۍ په اړه د کابل په ګډون د هېواد د ټولو ولایتونو ارقام کره نه دي.
غني د بودجې د لګښت په اړه وویل، د بودجې معقول او موثر لګښت ته باید پام ډېر شي، تر څو اقتصاد وده وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن