کندهار (پژواک، ۲۶ وږی، ۹۶): د کندهار مسوولين وايي، په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې د څلورو قوماندانانو په ګډون ۳۵ وسله وال وژل شوي دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، نن ماسپښين درې بجې د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند د ځنګل په سیمه کې پر وسله والو مخالفینو هوايي برید شوی دى.
هغه زیاته کړه، دغه برید د بهرنیو ځواکونو په مرسته له هغه وروسته وشو چې د لسګونو وسله والو د را یو ځای کېدو په اړه معلومات تر لاسه شول.
دی وايي، په یاده شوې سیمه کې لا هم علمیات دوام لري او تر دې مهاله په کې ۳۵ وسله وال وژل شوي دي.
د ده په خبره، په وژل شوو کې څلور قوماندانان هم شامل دي چې د دغو وسله والو مشري یې کوله.
دراني دغه راز یادونه وکړه چې په دې هوايي برید کې د وسله والو پټنځایونه او د چاودېدونکو توکو جوړولو یو مرکز هم له منځه وړل شوی دی.
دی زیاتوي، په دې برید کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو هم تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
شاولیکوټ د کندهار له شمالي ولسوالیو ده چې په دې وروستیو کې په کې د شپې له خوا د امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسله والو بریدونه ډېر شوي وو.
د یادې شوې ولسوالۍ په ګډون میوند، خاکرېز، نېش او میانشین هغه ولسوالۍ دي چې د وسله والو د ځپلو په موخه په کې عملیات پیل شوي دي.
د دغو عملیاتو په اړه د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرارق وايي، افغان ځواکونو د دې ولایت په هغو ولسوالیو کې عملیات پیل کړي چې هلمند او ارزوګان ته څېرمه پرتې دي.
دا هغه ولسوالۍ دي چې په دې وروستیو کې په کې وسله والو له امنیتي ځواکونو سره جګړې ډېرې کړې دي.
امنیه قوماندان زیاتوي، له نوو پیل شوو عملیاتو سره به نه یواځې د دغو ولسوالیو امنیت خوندي شي، بلکې د هلمند، اروزګان او زابل ولایتونو امنیت به هم ښه شي.