کندهار (پژواک، ۲۷ وږی ۹۶): د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماین چاودنې شپږ ملکي وګړي وژلي دي.
پېښه یو ساعت وړاندې د دغې ولسوالۍ په حاجي کلي کې شوې ده.
د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر مسوول فضل الباري بریالي پژواک خبري اژانس ته وویل، چاودنه د ملکي خلکو پر یوه بار وړونکي موټر شوې، چې اوړه په کې بار و او د کندهار ښار ته يې د پلور لپاره وړل .
هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې په موټر کې سواره شپږ واړه ملکي وګړي وژل شوي دي.
دی وايي، ماین د وسله والو مخالفینو له خوا تازه ځای پر ځای شوی و چې ملکي وګړي یې ښکار شول.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی هم پېښه تاییدوي او وايي چې پولیس سیمې ته رسېدلي او په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
په کندهار کې د سړک غاړې ماینونه ژوند ته تر ټولو جدي ګواښ دی چې د امنیتي ځواکونو تر څنګ ملکي وګړو ته ډېره مرګ ژوبله اړوي.
خو دا په کندهار کې له تېرې څه مودې راهیسې لومړۍ پېښه ده چې ملکي وګړي د ماین په چاودنه کې ژوند له لاسه ورکوي.
چارواکي وايي، پولیس هره ورځ په ولسوالیو کې پر عامو لارو د وسله والو له خوا ځای پر ځای شوي لسګونه ماینونه شنډ او له منځه وړي، خو بیا هم د خلکو ژوند خوندي نه دی.
login or register a new account.