ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې څلور کسان وژل شوي

کونړ کې څلور کسان وژل شوي

author avatar
20 Sep 2017 - 14:16
کونړ کې څلور کسان وژل شوي
author avatar
20 Sep 2017 - 14:16

اسعداباد (پژواک، ٢٩ وږى ٩٦): داعش وسله والو په کونړ ولايت کې دوه وروڼه له دولت سره د همکارۍ په تور وژلي، دغه راز په بله پېښه کې ښځه او خاوند چې تازه له حج څخه راستانه شوي وو، وژل شوي دي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وژل شوي یاد وروڼه دوه ورځې مخکې له شلطن ولسوالۍ کې څخه تښتول شوي وو.

هغه زياته کړه چې داعش وسله والو دغه کسان تېر ماښام وژلي دي.

همت وايي چې هغوى عام وګړي وو  او له دولت سره يې هېڅ اړيکې نه درلودې.

د يادونې ده، تېره اوونۍ هم داعش وسله والو يو ملکي وګړى د جاسوسۍ په تور وژلى و.

بلخوا امنيه قوماندان وويل چې وسله والو د چپې درې ولسوالۍ د سينزو په سيمه کې پر يوه موټر ډزې کړې دي.

همت وايي چې په دغه بريد کې ښځه او خاوند چې تازه له حج څخه راستانه شوي وو، له موټر چلوونکي سره وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، د دغه برید په تړاو دوه تنه نيول شوي، خو له پلټنو وروسته به معلومه شي چې یاد کسان ولې وژل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د کاپيسا ولايت پوليسو يو انسان تښتوونکى نيولى دى.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد ايوب یوسفزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نيول شوى کس د نجراب ولسوالۍ د بدخشي کلي اوسېدونکى دى.

هغه زياته کړه چې دغه کس خلک تښتول او بيا به يې د پيسو په بدل کې کې خوشې کول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.