قلعه نو (پژواک، ٣٠ وږى ٩٦): د بادغيس ولايت سيمه ييزې سرچينې وايي چې د دغه ولايت د مقر ولسوالۍ په چشمه دزدک سيمه کې د وسله والو مخالفينو له لوري د يوه نوي جوړېدونکي کلينيک پر ودانۍ د بريد له امله يوه مېرمن وژل شوې او دوه نورې ټپيانې شوې دي.
د دې سيمې يوه اوسېدونکي معين الدين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دولت وسله والو مخالفينو پرون شپه ١٢ بجې په ياده سيمه کې د يوه کلينيک پر ودانۍ بريد کړ، چې له امله يې د کلينيک دېوالونه ويجاړ شوي دي.
نوموړي وويل په ياده پېښه کې يوه مېرمن وژل شوې او دوه نورې ټپيانې دي. هغه يادې درې مېرمنې د يوې کورنۍ غړې دي چې د کلينيک تر څنګ کور کې يې ژوند کاوه.
هغه وايي، د يادې ودانۍ د جوړولو چارې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې پيل شوې او شا وخوا ٦٠ سلنه پاى ته رسېدلې دي.
د بادغيس ولايتي شورا مرستيال فريد احمد اخي زي د ياد خبر د تاييد ترڅنګ وويل، دغه بريد د کلينيک د ودانولو چارو د درولو په موخه ترسره شوى، څو خلک روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى ونه لري.
خو د بادغيس د عامې روغتيا مرستيال ډاکټر عبدالغني وايي، چې پر ياد کلنيک د بريد په اړه معلومات نه لري.
د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن