کندهار (پژواک، ۲ تله ۹۶):له درې کلن انتظار وروسته د کندهار د صنعتي پارک لپاره د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د نصبولو چارې نن پیل شوې.
د دغې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د حکومت اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، د امریکا د پرمختیايي ادارې (USAID) استازو، څو وزیرانو، د ولسي جرګې غړو، د کندهار والي زلمي ویسا، قومي مشرانو او نورو ګډون کړی وو.
د کندهار د برېښنا شرکت رییس امان الله فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د دغه پلانټ (پروژې) د نصب چارې د ۱۹ میلیونه ډالرو په لګښت تر سره کېږي، چې لس میلیونه ډالر د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې او پاتې نهه میلیونه ډالر د اړوندې کمپنۍ له خوا ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه، د دغې پروژې لپاره د کندهار په دامان ولسوالۍ کې ۱۶۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده او د بشپړولو چارې به يې د راتلونکي زېږدیز کال د اګست تر میاشتې بشپړې شي.
ده دا هم وویل چې د دغې برېښنا یوه اندازه به د کندهار صنعتي پارک فابریکو او یوه اندازه به یې د استوګنې کورونو ته ورکړای شي.
د حکومت اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله وویل، خوښ دی چې د هېواد په کچه د لمریزې برېښنا د لومړۍ مهمې پروژې کار په کندهار کې پیلوي.
هغه دا پروژه د دولتي او خصوصي ګډې پانګونې یوه ښه نمونه وګڼله او هیله یې وښودله چې کار یې په ښه توګه بشپړ شي.
د ده په خبره، د کندهار بنسټیزه اړتیا برېښنا ده چې د کمښت له امله یې دغلته صنعت وده نه ده کړې.
login or register a new account.