ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې پاکستاني ځواکونه شا تګ ته اړ شوي

خوست کې پاکستاني ځواکونه شا تګ ته اړ شوي

author avatar
26 Sep 2017 - 14:43
خوست کې پاکستاني ځواکونه شا تګ ته اړ شوي
author avatar
26 Sep 2017 - 14:43

خوست ښار (پژواک، ۴ تله ۹۶): د خوست امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په سرحدي ولسوالۍ ځاځي ميدان کې يې پاکستاني ځواکونه له هغو سيمو پر شا کړي چې په دې وروستيو کې يې د پوستو جوړولو هڅه کوله.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د وږي په څلورمه پژواک اژانس ته وويل چې څو ورځې وړاندې پاکستاني ځواکونو غوښتل د يادې ولسوالۍ د ميرزاګل په سيمه کې د غره په يوه لوړه څوکه امنيتي پوسته جوړه کړي او دا سيمه تر خپل کنترول لاندې راولي.

هغه وويل چې تېره ورځ يې د مرکزي ادارې په سپارښتنه د امنيتي ځواکونو په مټ او د سيمې د خلکو په همکارۍ پاکستاني ځواکونه له هغه ځايه پر شا کړي او سيمه يې تر خپل کنترول لاندې راوستې ده.

هغه وويل: ((ياده نقطه شاوخوا۱۷۵۰ متره لوړوالی لري، موږ دا نقطه تخليه کړه، د پاکستاني ځواکونو څخه د پاکستان بيرغونه، د انجنيرۍ او نور کاري وسايل هم ترې پاتې دي.))

خو نوموړي په دې اړه څه ونه ويل چې ګني د يادې پوستې د تخليې پرمهال جګړه شوې او که نه، خو د ځينو سرچينو په وينا، د يادو عملياتو پرمهال چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د خوست د ولايتي شورا مرستيال جان ميرځاځي پژواک ته وويل چې پاکستاني ځواکونو په تېرو وختونو کې هم د ځاځي ميدان ولسوالۍ په ځينو برخو کې د  پوستو رامخته کېدو هڅه کړې وه.

ده پر حکومت چارواکو غږ وکړ، چې په سرحدي سيمو کې د افغان امنيتي ځواکونو تشکيلات زيات کړي، څو وکولای شي د وسله والو مخالفينو او پاکستاني ملېشو د پرمختګ مخه هم ونيسي.

تر اوسه د پاکستان حکومت د يادې هڅې په اړه له رسنيو سره کومه تبصره نه ده شريکه کړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.