ژبه

غزني کې ترافیکي پېښه؛ دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۳): د غزني ولایت په ګيلان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ مازدیګر مهال د ګيلان ولسوالۍ د جنډې بازار سیمه کې یوه فورنر موټر یو ماشوم وهلی، وروست موټر هم چپه شوی دی.

هغه وايي چې په دې پېښه کې د یاد ماشوم په ګډون دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

نوموړی وایي، دغه پېښه د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، د پېښي ځای ته د ګيلان ولسوالۍ امنیتي کسان پر وخت رسېدلي، د مړو جسدونه او ټپیان یې نږدې روغتون ته لېږدولي دي.