ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډنفورډ: په پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځالې نور د منلو نه دي

ډنفورډ: په پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځالې نور د منلو نه دي

author avatar
27 Sep 2017 - 12:56
ډنفورډ: په پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځالې نور د منلو نه دي
author avatar
27 Sep 2017 - 12:56

واشنګټن (پژواک، ٥ تله ٩٦): د امريکا  د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډنفورډ وايي چې په پاکستان کې د ترهګرو ځالې او خوندي مرکزونه نور د منلو وړ نه دي.

د امريکا د وسله والو ځواکونو لوى قوماندان جنرال ډنفورډ دغه څرګندونې پرون د یاد هېواد د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو کمېسيون ته کړې دې.

هغه زياته کړې، د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ تګلاره هغه مهال بريالۍ کېداى شي چې په پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځالې نه وي.

د نوموړي په وينا، د نوې تګلارې له مخې، پاکستان کې بايد نور د حقاني، طالبانو او نورو ترهګرو ډلو  مرکزونه شتون ونه لري او همدا د بريا لاره ده.

ډنفورډ د سنا مجلس د ياد کمېسيون د مشر جان مکين د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((په پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځالې نور د منلو نه دي.))

د هغه په وينا، امريکا او متحدين يې پر پاکستان فشار راوړي، څو دغه هېواد دا يقيني کړي چې نور د حقاني او طالبانو ډلو ته خوندي ځاى نه ورکوي.

سناتور مکېن، جنرال ډنفورډ ته په خطاب کې وويل: ((ته څه فکر کوې چې په پاکستان کې د حقاني او طالبانو مرکزونو په شتون کې به امريکا خپلې ملي ګټې او موخې ترلاسه کړي؟))

ډنفورډ يې په ځواب کې په ډاګه کړه، فکر نه کوي چې دغه هداف ترلاسه شي، څو پاکستان خپل چلند تغییر نه کړي.

د امريکا د وسله والو ځواکونو قوماندان وويل چې د ولسمشر ټرمپ د تګلارې بريالۍ کولو لپاره امريکا او متحدين يې افغانستان ته نور اضافي سرتېري لېږي.

د هغه په وينا، د نورو سرتېرو له لېږلو سره به د افغان ځواکونو تلفات کم شي او له لاسه وتلې سیمې به بېرته ترلاسه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.